Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د تېرې ورځې وژل شویو شمېر ۵۱ تنو ته ورسېد

امنیتي چارواکي وايي چې د سې‎شنبې په ورځ د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د پارلمان الحاقیې ته نېږدې د دوو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې ۵۱ تنه وژل شوي او څخه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د وژل شویو په منځ کې ښځې او ماشومان هم دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وژل شویو په منځ کې ۲۴ تنه ولسي وګړي چې ۴ ښځې هم په شاملې دي.

دغه وزارت زیاتوي چې په دغې پېښه کې ۴ پولیس هم وژل شوي او د د پولیسو د اومې حوزې د معاون په ګډون ۴ تنه نور پولیس ټيپان شوي دي.

همدارنګه د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په دغې پېښه کې د ولسي جرګې ۳۶ تنه کارکوونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغې پېښې یو بل وژل شوی د کابل ښار د اومې حوزې د امنیت امر دی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې رحیمه جامي هم د ټپيانو په ډله کې ده.  

شریک یي کړئ