Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پر سمنټي دېوالونو د ناقانونه کډوالۍ د پایلې انځورونه

جوېل بېټ، یو هالنډی عکاس د ناقانونه ګډوالۍ او د هغه له امله د ستونزو د انعکاس په منظور د کابل پر سمنټي دېوالونو څخه باندې ۵۰ قطعه انځورونه  نندارې ته اېښي دي.

دې عکسونه کې د هغو ځوانانو کیسې دي، چې  په ناقانونه لارو بهر ته ځي. په ناقانونه توګه کډوالي او هغه ننګونې چې ځوانان ورسره مخامخېږي.

د دغې ټولګې عکاس جوېل بېټ وویل:«تېره ژمی په سربستان کې وم، هغه ځای چې افغان کډوالو دوه میاشتې په زیرمتونونو او سړې هوا کې تر خېمو لاندې ژوند کاوه. د هغوی ډېری ناروغه شوي وي.»

د سالار هنر د ډلې مشر امید شریفي په دې اړه وايي:«ټول انځورونه په لندن کې چاپ شوي او کابل ته راوړل شوي ترڅو زموږ خلک، زموږ د هېوادوالو د ناقانونه کډوالۍ تجربې له نېږدې وویني.»

دا عکسونه د جوېل بېټ له خوا پنځه کالو کې اخېستل شوي او په لندن کې چاپ شوي.

شمېرې ښيي، چې په وروستیو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ زره تنه هېوادوال، د ناامنۍ او وزګارتیا له امله اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي خو ځینې یې په لار کې تري تم شوي، ځینې هم په اوبو کې ډوب شوي او ځینې هم له اروپایي هېوادونو بېرته بهر کړل شوي دي.

دې عکسونه کې د هغو ځوانانو کیسې دي، چې  په ناقانونه لارو بهر ته ځي. دا عکسونه د جوېل بېټ له خوا پنځه کالو کې اخېستل شوي او په لندن کې چاپ شوي.

شریک یي کړئ