Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې کورنۍ ادعا، زوی یې د یولسمې حوزې د ټولي قومندان وژلی

یوه کورنۍ ادعا کوي چې د کابل د یولسمې امنیتي حوزې د ټولي قومندان یو لوبغاړی په ډزو سره وواژه.

د نور احمد د کورنۍ غړي ادعا کوي چې د دوی ځوان زوی د دوشنبې (د وري په ۱۱مه) غرمه مهال د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د کابل د پولیسو د یولسمې حوزې د ټولي د قوماندان د ډزو له امله مړ شو.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه قومندان د کابل ښار د قلعه نجارها په سیمه کې له څو تنو سره تر لفظي شخړې وروسته ډزې وکړې چې په پایله کې یې د کانفو ملي لوبډلې غړی نور احمد ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.

په دغه پيښه کې د یوې ښځې په ګډون درې نور ملکي کسان هم ټپيان شوي دي.

د نور احمد ماما عبدالعنان په دې اړه وايي:«یو جنجال ورته پېښېږي او پای ته رسېږي هلک بېرته موټر کې کېني چې کور ته راشي له شانه له کړکۍ پرې ډزې کوي.»

د نور احمد ورور عبدالرحمن هم وویل:«موږ له دولته عدالت غواړو چې باید قانون ته وسپارل شي او که چېرې نه شي موږ په خپله پرېکړه کوو.»

نور احمد د کانفو د ملي لوبډلې غړی و. د دې سیمې اوسېدونکي د پولیسو پر کړنو نیوکه کوي او د دغې پېښې د څېړلو غوښتونکي دي.

د کابل ښار د یوولسمې حوزې اوسېدونکی محمد معروف څرګنده کړه:«دا د دې لامل کېږي چې خلک له پولیسو واټن واخلي او هر څه یې چې له وسې وشي د پولیسو په مقابل کې ترسره کړي.»

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مروه امیني وايي:«پېښه شوې او ادعا یې پر پولیسو دی چې ګواکې د قانون پر خلاف یې کړنه کړې ده، په دې اړه ګډ پلاوي خپل کار پيل کړی او له څېړنې وروسته پېښه به عدلي او قضايي بنسټونو ته واستول شي.»

که څه هم حکومت تل د پولیسو کړنو پر معیاري کولو ټینګار کوي خو سره له دې ځينې هېوادوال وایي پولیس آن په پلازمېنه کې هم مسلکي عمل نه کوي او وخت ناوخت د دوی ناسم چلند د خونړیو پېښو لامل کېږي. 

د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند سیمه کې یوې پيښه کې یو کس وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون درې نور ملکي کسان هم ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ