Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر بهرنیو ځواکونو برید شوی

د کابل پنځمې حوزې په افشارو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی دی.

یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

دا چاودنه نن(یک‎شنبې د تلې۲مه) سهار کابو لس بجې ترسره شوې، چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې شاهدان وايي چې دا چاودنه هغه‎مهال شوې ده، کله چې د بهرنیو ځواکونو کاروان د ملي امنیت روزنیز مرکز ته د ننه کېدل.

دوی وايي چې دا برید د ډنمارکي ځواکونو پر کاروان شوی دی.

د برید مسوؤلیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي.

کابل کې پر بهرنیو ځواکونو برید شوی

د کابل پنځمې حوزې په افشارو سیمه کې چاودنه شوې ده، په سیمه کې شاهدان وايي چې د برید موخه د بهرنیو ځواکونو کاروان وه

شریک یي کړئ