Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په شمال کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید

طالبانو یکشبنې د شپې ناوخته له څو برخو د کابل په میربجه کوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

حکومتي چارواکي د بریدګرو شمېر له لس تنو زیات ګڼي او زیاتوي چې په دغه برید کې یو بریدګر وژل شوی او یو بل بریدګر نیول شوی دی.

دغه مسوولین وايي، طالبان غواړي په ناڅاپي جګړې سره کابل ښار ته نږدې ولسوالۍ نا امنه کړي.

د میر بچه کوت ولسوالۍ امنیه قومندان سید فاروق سادات وویل:«دوه پنځه یا شپږ کسیزې ډلې وې چې برید وکړ د شپې دوه بجې وې، خو موږ ورسېدو یو یې ووژل شو او یو یې هم ونیول شو.»

دولتي ځواکونه وايي، دغې جګړې تر یو نیم ساعته پورې دوام وکړ.

محمد اصف چې سرتېری دی وايي:«له هغې وروسته کله چې دوی برید وکړ ټولو ځواکونو سیمه کلابند کړه او جګړه شروع شوه.»

د شکر درې اوسېدونکی جمشید وویل:«دوی د احنبي اولادونه دي له یوې خوا وايي چې د سولې بهیر دی او دوی له بندخونو ازادېږي او راځي دلته مردارېږي.»

د پولیسو دغه قومندان وايي، یو وژل شوی بریدګر د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کورنۍ یې د هغه جسد د ترلاسه کولو لپاره له پولیسو سره هم خبرې کړي دي.

د میر بچه کوت ولسوالۍ امنیه قومندان سید فاروق سادات زیاته کړه:«سهار څو تنه ښځې راغلې وې یوې ویل چې زه یې مور یم او بلې ویل چې زما خوریی دی، ورته ومې ویل چې مورجانې ولې دې اجازه ورکړه چې امنه سیمه ناامنه کړي. یوه کس زنګ وواهه چې په دې سیمه کې د طالبانو مسوول یم او تاسو زموږ یو مجاهد شهید کړ مړی یې موږ ته راکړئ، ورته ومې ویل چې راشه او مړی یې یوسه.»

شکر دره کابل ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده؛ څارګره ملي اداره وايي، په دغې ولسوالۍ کې په تېرو دوو میاشتو کې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د داعش او حقاني شبکې دوه مرکزه له منځه وړل شوي دي.

شریک یي کړئ