Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په قره باغ کې پر پولیسو ډزې او د یوه افسر وژل کېدل

د کابل به قره باغ ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمنو سره د مبارزې برخې یو افسر وژل شوی او د یادې ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي دوشنبې(د تلې په ۱۵مه نېټه) د شپې لس بجې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمنو  د مبارزې برخې افسر، عبدالخبیر پر موټر د طالبانو د ډلې یو شمېر کسانو برید کړی چې په پایله کې یې یاد افسر ژوند له لاسه ورکړی.

د قره باغ ولسوال، عبدالعظیم دل آقا وايي وروسته له دې پېښې کله چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونه د پېښې سیمې ته د څېړنو په موخه روان وو، موټر یې د سړک غاړې ماین سره برابر شوی چې په پایله کې د یادې ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

دغه پېښې د قره باغ ولسوالۍ په عارف خیلو کلي کې شوې دي.

ښاغلی دل آقا زیاتوي چې د ټپیانو حالت ښه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کابل قره باغ ولسوالۍ کې جنايي جرمونه زیات شوي او په اړه یې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښنه لري.

د قره باغ ولسوال وايي چې د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې یوه افسر وژل شوی

شریک یي کړئ