Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په نننۍ چاودنه کې د طلوع نیوز دوه تنه کارکوونکي شهیدان شول

د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستوونکی رامز احمدي، د کابل ښار په لوېدیځ دشت برچي کې د نن ماښام په دویمې چاودنه کې شهیدان شول.دا پېښه هغه مهال رامنځته کېږي چې د طلوع نیوز دغه دوه تنه کارکوونکي، په دغې سیمه کې په یوه کلپ د لومړي ځانمرګي برید د پوښښ لپاره تللي وو.

رپوټونه رسوي چې دویمه چاودنه له چاودېدونکو توکو څخه د یوه ډک موټر په واسطه شوې ده.

صمیم فرامرز او رامز احمدي، د چهارشنبې پر ماښام د هغه ځانمرګي برید د پوښښ لپاره چې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه سپورټي کلپ شوی وه تللي وو؛ خو شېبه وروسته، د دې خبر راورسېد چې طلوع نیوز خپل دوه کارکوونکي او کابو ۲۰ تنه نور چې ویل کېږي په منځ کې یې د نورو رسنیو کارکوونکي هم شامل دي، په دویم برید کې چې د یوه موټربم له امله وه، وژل او ټپيان شوي دي.

فرامرز او احمدي هغه مهال د دغه برید موخه وګرځېدل چې د طلوع نیوز په مرکزي سټډیو کې خپلو همکارانو ته د پېښې له سیمې د رپوټ ورکولو په حال کې وو.

صمیم فرامرز کابو درې کاله مخکې له طلوع نیوز سره یوځای شو او په دغې موده کې یې، په فرهنګي برخو او د لسګونو رپوټونو د چمتو کولو، د اداري فساد او په هېواد کې د ټولنیز اوضاع په اړه د رپوټونو سربېره، تر ډېره په پلازمېنه او د هېواد په نورو برخو کې د ځانمرګو بریدونو او د جګړې له ډګرونو رپوټه ورکول.

د هغه وروستۍ فېسبوکي پُست چې پاتې دی، د ده په شان د یوه خبریال د ورځني کار په اړه وه.

رامز احمدي هم د فرامرز په توګه، په هېواد کې د ورځنیو او د جګړه ځپلو برخو څخه دخبرونو د پوښښ او همدارنګه د تصویر اخیستو په کار کې مخکښ وه. هغه څه باندې څلور کاله له طلوع نیوز سره کار وکړ او د تصویر اخستو د کار سربېره د حقوق پووهنځۍ زده‎کړیال هم وه. احمدي ۲۳ کلن وه او تل د خپلې کورنۍ د اړتیاو د برابرولو او په خپل کار او زده کړو کې د پرمختګ لپاره هڅه کوله. هغه هم په خپل فېسبوک پاڼه کې، په وروستیو ورځو کې د خپل یوه کاري سفر انځورونه خپاره کړي دي.

دا دوه تنه په داسې حال کې د چهارشنبې پر ماښام د دویم برید موخه وګرځېدل چې له دې مخکې د طلوع نیوز یو بل تصویر اخیستوونکی یارمحمد توخي په ورته پېښه کې، د کابل په شش درک سیمه کې روح حق ته وسپاره.

د موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۰ مه شوی وه، هم د یوېچهارشنبې پر ماښام د رسنیو له غړو قرباني واخیسته.

شریک یي کړئ