Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په ښاروالۍ د تنظیف په ریاست کې د ۱۷۰ ښځو ګمارل

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست چارواکو نن سې‎شنبې(د وري په ۱۵ مه)اعلان وکړ چې دغه بنسټ د لومړي ځل لپاره لږ تر لږه ۱۷۰ ښځې یې په دغه ریاست کې په دندو ګمارلې دي.

څلور تنه دغه مېرمنې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د جاروب کولو دنده لري،خپل کار سخت بولي او هغه معاش چې د دغه کار په بدل کې یې ورکوي، د ځان لپاره بسندویه نه بولي.

په همدې حال کې د کابل د ښاروالۍ د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي وايي ډېر ژر ۵۰۰ نورې ښځې هم په دغه ریاست کې په دندو به وګمارل شي.

ښاغلي غیاثي وویل:«ټاکل شوې ده چې سږکال څه باندې ۲ زره کارګران وګمارو او د هغوی ۵۰۰ تنه یې چې ۲۵ سلنه جوړوي ښځې وي.دغه کارګران چې اضافه کېږي له موږ سره د ښار په پاک ساتلو کې به ډېره مرسته وکړي.»

هغه ښځې چې د هېواد په کلکه سنتي ټولنه کې څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د پلازمېنې عمومي واټونه جاروب کوي ترڅو هغه پیسې چې له دغې لارې ترلاسه کوي له خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

دغه کارګرۍ ښځې هغه کار چې ترسره کوي سخت او جرأت ته اړمنې بولي.

ګل بېګم وايي چې څلور میاشتې وړاندې د کابل ښاروالۍ د تنظیف په څانګه کې ګمارل شوې ده.

هغه ايي:«خاوند مې سپین‎ږیری دی او په کور کې ناست دی او زه اړه یم چې کار وکړم او د ماشومانو لپاره مې ډوډۍ چمتو کړم.دا ستونزمن کاردی خو بالاخره کار دی کار دی او خوشحاله یم چې کولای شم له دې لارې د خپلو لاسونو د زحمت له لارې تنخواه ترلاسه کړم.»

د کابل د ښاروالۍ د تنظیف کارګران نه یوازې دا چې ټرانسپورټي اسانیا نه لري د غرمې ډوډۍ هم نه‎لري.

سیلمه چې ټول اولادونه یې زده کوونکي دي وايي په ۶ زره افغانیو سره چې له دغه کار څخه یې ترلاسه کوي د هغوی لپاره بسنه نه کوي.

د کابل ښاروالۍ تنظیف کارګره سلیمه وايي:«په کرایي کور کې ژوند کوم او ټول اولادونه مې زده کوونکي دي.هغه معاش چې د میاشتې له دغه کار څخه اخلم زموږ لپاره بسنه نه کوي هیله لرم زموږ معاش زیات شي ترڅو هغه زحمتونه چې موږ یې په دغه کار کې باسو بابېځه ولاړ نه‎شي.»

له بلخوا د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس د وسایطو او کارګرانو کموالی او همدارنګه د کابل اوسېدونکو نه همکاري د ښار په پاکوالي کې د دغې ادارې په وړاندې ننګونې بولي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست ۳ زره او ۶۵۰ کارګر لري چې د کابل ښار د ۵ مېلیوني نفوذ په وړاندې کار کوي.

شریک یي کړئ