Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پولیسو له یوې میاشتې کمه موده کې ۱۴۵ جنايي جرمونه ثبت کړي

د کابل امنیه قومندانۍ، مني چې یوازې په وروستیو څه باندې ۲۰ ورځو کې، کابل ښار کې ۱۴۵ جنايي جرمونه ثبت شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ په وینا، د جنايي جرمونو په تړاو څه باندې ۹۰ تنه نیول شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز طلوع نیوز ته وویل:«چک پاینټونه زیات شوي. او هغه سیمې چې غیرپلاني دي او د ښاروالۍ د پلان په مطابق جوړې شوې نه دي، هلته سیاریو ګزمو ته ډېره اړتیا ده؛ په ځانګړې توګه پلې ګزمې؛ ځکه چې د کابل په ډېریو کوڅو کې موټر لرونکې ګزمې تللای نه‎شي.»

په هغو جرمونو کې چې د روانې میاشتې په لړ کې پلازمېنه کې رامنځته شوي،کسان تر ډېره له چاکو او مرمۍ سره ټپیان کړل شوي دي.

د جمعې په مازدیګر څلور وسله‎وال چې په یوه موټر کې سپاره وو د کابل په لوېدیځ کې حشمت قاسم‎زاده چې په خپل موټر کې سپور و پر لاره ودرېدل او موټر یې ترې یوړ.

قاسم زاده زیاته کړه:«ټلېفونه مې هم په موټر کې وو، اسنادونه مې هم په موټر کې و، پاسپوټ مې هم موټر کې و، هر څه مې په موټر کې و، زما موټر یې بوته او خپل موټر یې پرېښود.»

هغه وايي سیمې ته د پولیسو له رسېدو وروسته روښانه شوه هغه موټر چې وسله‎وال غله په‎کې سپاره وو او په سیمه کې ترې پاتې دی هغه یې هم له بل چا غلا کړی و.

ځوان خبریال الیاس نواندېش هم د روانې میاشتې په لړ کې له غلو سره مخامخ شوی دی. هغه تل په پلازمېني کې د دا ډول پيښو خبرونه لیکل او خپرول خو یوه ورځ یې د هغه ګرځنده ټلېفون هم له لاسه غلا کړ.

ښاغلي نواندېش زیاته کړه:«فکر مې کاوه چې د نورو له تجروبو استفاده کوم او احتیاط کوم؛ خو په یوه داسې ځای کې لکه د حوزې مخته، چې غل ستاسو ټلېفون تر څخه وړي ډېره سخته ده چې ووایئ چې چېرته ځان امن احساس کړو او ډاډه واوسو چې هلته غل نشته.» 

د کابل د پولیسو په وینا یوازې په تیرو شلو ورځو کې په دې ښار کې ۱۴۵ جنايي جرمونه شوي دي، دا هغه جرمونه دي چې د پولیسو لخوا ثبت شوي.

د دې ټولو سربېره د کابل پولیسو ټینګار کوي جنایي جرمونه د تېرې میاشتې په پرتله کم شوي دي. په امنیه قوماندانۍ کې د ثبت شویو شمېرو له مخې د روان کال په زمري میاشت کې دا شمېر څه د پاسه دوه سوه ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ