چارواکو تائید کړه چې د کابل ځانمرګي برید قربانیانو شمېر ۲۱ تنو تنه ورسید او په وژل شویو کې ۹ ښځې هم شاملې دي.
چارواکي زیاتوي چې پېښه هغهمهال شوې کله چې د سترې محکمې کارکوونکي د کور پر لور روان وو.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د ۹ ښځو په ګډون د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ټپيانو ۴۱ تنه ښیې.
ځانمرګي بریدګر چاودېدونکي توکي پر ځان پورې تړلي وو او د موټرو په تمځای کې یې ځانته چاودنه ورکړې ده.
یو ځوان چې پلار یې په دې پېښه کې وژل شوی، وايي له هغه سره د یوه کار په موخه سترې محکمې ته راغلی وه.
د کابل پولیسو د قربانیانو په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې تر ډېره ملکي کسان د دې پېښې قربانیان دي.
په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
د ملي شورا الحاقي ودانۍ باندې تر برید وروسته دا په کابل کې وروستی برید دی چې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې هم پر همدې ځای برید شوی وه چې په ترڅ کې یې ۱۷ تنه وژل شوي وو او ۳۷تنه نور ټپیان وو.