Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل له چاودنې د ۳تنو وژل کېدو او۹۰ ټپیانو خبر ورکول شوی

نن سهار کابو ۸:۳۰ دقیقې کابل کې د زنبق څلورلاره کې د جرمني سفارت ته نېږدې درنه چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې چاودېدونکې توکې په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو.

د وزیر اکبر خان روغتون چارواکي وايي چې په پېښه کې ۲ وژل شوي او ۹۰ ټپیان یوازې دې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې په سیمه کې لا هم د چاودنې له امله اور بل دی ، او د چول شوي ټانکر ټوټې کابو درې سوه مټره لیري غورځېدلې دي.

سیمې ته د افغان ځواکونه رسېدلي او سیمه کلابنده ده.

کابل

په سیمه کې د طلوع‎نیوز خبریال، شریف وايي چې ډېر شمېر ښځې او عام وګړي په سیمه کې دي او یو شمېر یې ټپيان دي، دی زیاتوي چې د ټپيانو ډېر شمېر د روشن کمپنۍ کارکوونکي دي.

دی زیاتوي، له پېښې یو ساعت وروسته لا هم په سیمه کې ژغورن‎ګاډي د ټپيانو پر لېږد بوخت دي.

پېښه هغه مهال شوې چې په سیمه کې ګڼه ګوڼه زیاته وه.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي څرګندوي چې له دې پېښې تر اوسه ۶۰ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د اوښتې مړینې په اړه کره شمېر نه دی څرګند.

امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برید موخه تر اوسه نه ده څرګنده.

د کابل زنبق څلور لارې ته نېږدې ځانمرګی برید شوی، د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې برید کې ۶۰ تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي

شریک یي کړئ