Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د ۱۰ کلن پراختیايي پلان جوړېدل

د کابل ښاروالۍ د پلازمېني د وضعیت د ښه‎والي او د دغه ښار د ستونزو د حل لپاره د کابل ښار د پراختیا لس کلن پلان جوړ کړی دی.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وایي، په مالي برخو کې اصلاحات راوستل، پانګونه، ښاري اسانتیاوې او د بیخ بنسټونو جوړول  په دغه لس کلن پلان کې شاملې برخې دي.

نوموړی زیاتوي، کابل ښاروالي تراوسه نه ده توانېدلې له خپلو عوایدو څه باندې درې مېلیارده افغانۍ راټولې کړي.

د دغه پلان له مخې د واټونو د جوړولو، په مالي برخو کې د اصلاحاتو راوستل، د ښو خدمتونو وړاندې کول، د کابل ښار اقتصادي وده او د اداري بهیرونو ساده کول په دغه لس کلن پلان کې شاملې برخې دي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي:«کابو درې مېلیارده پانګونې ته اړتیا لري او موږ په دغه پلان کې د هغه د تمویل لپاره هم ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي دي ترڅو وکړای شو د کابل ښار له مالي پلوه هم یو پایداره ښار ولرو.»

له بلخوا د کابل ولایت د ولسي شوراګانو یو شمېر غړي په سمه توګه د دغه لس کلن پروګرام د عملي کېدو او پر هغې پر جدي څارنې ټینګار کوي.

د کابل ولایت د ولسي شورا غړی عبدالله وویل:«دم‎ګړۍ لکه څرنګه چې تاسې هم پوهېږئ په کابل کې ټرافیکي ستونزې زیاتې دي او ځینې واټونه بند دي. دا ستونزې باید حل شي او همدارنګه د ټرافیکو منظمول هم ډېر مهم دي.»

د کابل ولایت د ولسي شورا غړی داوود یعقوبي هم څرګنده کړه:«که‎چېرې خلک د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکاري وکړي، هغه پارکونه او واټونو چې موږ لیدل، حتا پر ښاروالۍ د ډېریو فشارونو سربېره خو هغه سړک (د سیلو سړک) بیا یې ورغوه. هیله ده چې زموږ ټول کارونه سټنډرډ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ په وینا دا اداره توانېدلې له خپلو عوایدو درې مېلیارده افغانۍ راغونډېکړي او تراوسه هم یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونه له دغې ادارې پوروړي دي.

کابل ښاروالي د کابل ښار د وضعیت د ښه کولو او د پلازمېني د ستونزو د هواري لپاره د کابل ښار د پراختیا لس کلن پلان جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ