Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل کاه فروشۍ کوڅې ته یوه کتنه

د کابل د کاه فروشۍ کوڅه، له څه باندې دوسه کاله لرغونتوب لري، خو اوس په دغې کوڅه کې کورني او بهرني خوش اوازه مرغان پلورل کېږي.

دغه کوڅه د تېمورشاه ابدالي په وخت کې د دولتي څارویو د ساتنې ځای وه. او د «کاه فروشۍ» نوم هم له همغه وخته پر دغه ځای کېښودل شو.

هغه الوتونکي مرغان چې د کاه فروشۍ په کوڅه کې پلورل کېږي له سلو افغانیو څخه تر سلو زرو افغانیو ارزښت لري.

په دغې کوڅه کې د الوتونکو او مرغانو یو پلورونکی شفیع په دې اړه وویل:«څه باندې ۲۰ کاله کېږي چې په دغې کوڅه کې هټۍ لرم او الوتونکي مرغان پلورم او زینتي الوتونکي مرغان له کله کوتره، قمري، ادم څېره، طوطي، مینا، زرک، سایره، او ګل سرې پېرم او خلک یې بېرته له موږ څخه اخلي.»

د کاه فروشۍ په کوڅه کې تر ټولو ګرانبیه الوتونکې کنري ده چې د هغه ارزښت ۱۰۰ زره افغانۍ ویل شوی دی.

د جمعې پر ورځ دې کوڅه کې ګڼه ګوڼه زیاته وي او هغوی چې دلته یې هټۍ نشته په پنجرو کې مرغان راوړي او پلوري یې.

د لوګر ولایت اوسېدونکی حبیب الله وايي:«هټۍ نه‎لرم له لوګره الوتونکي مرغان راغونډوم او دلته یې راوړم.»

 د دغې کوڅې په څنډه کې کولالي لوښي او په بله څنډه کې یې بېلابېل مراغان پلورل کېږي.

شریک یي کړئ