د بلخ د صنعتګرو اتحادیې رییس سید طاهر روشن زاده په دغه ولایت کې د صنعتګرو ستونزو ته په اشارې سره وايي چې ناامنۍ ،د دغو کارخونو د محصولاتو د پلور لپاره د بازار نهشتون، د مناسب ځای او د برېښنا انرژۍ نهشتون د دغو کارکونو د ځوړ له عواملو څخه شمېر کېږي.
ویل کېږي چې اوسمهال په بلخ ولایت کې کابو ۱۸۰ تولیدي کارخونې د نیمه فعاله په توګه شوي دي او د دغو کارخونو سلګونه کار کوونکي وزګاره شوي دي.
ښاغلي روشن زاده له ولسمشر څخه غواړي چې په خپلو ژمنو له صنعتګرو څخه پر ملاتړ عمل وکړي ترڅو دغه کارخونې وکړای شي خپل تولیدات زیات کړي.
روشن زاده زیاته کړه:"موږ د دې غوښتونکي یوو چې د ولسمشر د ژمنې په نظر سره چې له صنعتګرو څخه ملاتړ کوي و له بانکونو څخه غوښتل شوي وو چې زموږ په واک قرضیې راکړل شي تر څو صنعتګر په خپلو پښو ودرېږي،په دغو ژمنو دې عمل وکړي".
د یوې کارخونې کارکوونکی ذبیح الله هم په دې اړه وویل: "مخکې مې د غوړیو د تولید په یوې کارخونې کې کار کاوه ځکه چې د کارخونې برېښنا پرچوي لري،اومه توکي نهلري،اوسمهال بې کاره یم او په کار پسې سرګردانه ګرځم".
یو تن بل کارکوونکی مهرالله وايي: "مخکې چې ۲۰ تنه وو،اوس برېښنا نهشته،توکي کم دي،بازار نهلرو، زموږ ځای تنګ دی،اوس دلته ۱۰ تنه کار کو".
په بلخ ولایت کې ۱۸۰ بېلابېلې تولیدي کارخونې له غوړیو څخه نیولې تر پلاسټیک او تر خوراکي توکو پورې فعالیت لري چې له ۶ میاشتو راهیسې دغه ټولې کارخونې له ځوړ سره مخامخ دي.
په مزار شریف کې د غوړیو د یوې کارخونې څېښتن حفیظ الله وايي: "موږ د ځای ستونزه لرو دولت موږ ته ځای راکړي،۱۰ تر ۱۲ کلونو کېږي چې دولت ژمنه کوي چې ځای درکو.موږ په شخصي کور کې ځای جوړ کړی دی".
خو د کارخونې یو بل څېښتن عبدالباقي څرګنده کړه: "په بازارونو کې د ښې بازار موندنې نهشتون او ناسالمه سیالۍ دا د کارخونو د ځوړ لامل شوی دی".
بې کاري په هېواد کې یوه له سترو ټولنیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي له دې امله خلک له حکومت څخه غواړي چې د دغو ستونزو د له منځه وړولو لپاره اغېزمنې خپرونې په واک کې ولري.
په دې اړه مو اندونه