Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښار په ۱۱ ناحیو کې مېرمنې د مرستیالانو په توګه ګومارل شوي

یوولس مېرمنې په ازاده سیالۍ کې له بریا وروسته، د کابل ښار د ۱۱ ناحیو د مرستیالو په توګه ګومارل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې دغه بنسټ هڅه کوي ترڅو د دغه بنسټ په بېلابېلو برخو کې د ښځو له ګومارلو سره کابل ښار کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت که‎څه هم د ښاروالۍ له دغې پرېکړې هرکلی کوي، خو بیا هم په حکومت کې د ښځو ونډه لږ بولي.
وحیده صمدي د لومړۍ ناحیې د مرستیالې، مرسل مهمان د دوهمې ناحیې د لومړۍ مرستیالې، حبیبه صادقي د شپږمې ناحیې د مرستیالې،مسعوده فردوس د اتمې ناحیې د مرستیالې، سویتا ناصري د نهمې ناحیې د مرستیالې، مژګان حاجي زاده د یوولسمې ناحیې د مرستیالې، نظیفه اوریاخېل د دوولسمې ناحیې د مرستیالې، راضیه عارفي د دیارلسمې ناحیې د مرستیالې، حسینه حسین د پنځلسمې ناحیې د مرستیالې، نسیمه حمیدي د شپاړسمې ناحیې د مرستیالې او فهیمه بهزاد د اوولسمې ناحیې د مرستیالې په توګه ګومارل شوې. 

د کابل ښاروالۍ سرپرست شعیب رحیم په دې اړه وویل:«د دغه بحث او پرېکړې منطق دا و چې په ښاري مدیریت کې باید ښځې دخیلې وي نه یوازې د پنځم او شپږم بست د یوې کارکوونکې په توګه چې د پرېکړو اغېزه یې کمه ده بلکې د لومړۍ درجې تصمیم نیوونکي په توګه.»

د اتمې ناحیې مرستیالې مسعودې فردوس خپله ماستري د کابل پوهنتون له تجسمي هنرونو له پوهنځي ترلاسه کړې ده.

هغه وايي دوه کاله مخکې یې د کابل ښاروالۍ د ناحیو د مرستیالۍ د یوولسو بستونو په سیالۍ کې ګډون وکړ.

د کابل ښار د اتمې ناحیې مرستیاله مسعوده فردوس وايي:«له دې مخکې ما په کابل ښاروالۍ کې کار کاوه هغه هم د کلتوري خدمتونو په ریاست کې او وروسته ماته وړاندیز وشو چې د مرستیالۍ بستونه اعلان شوي که‎چېرې ته لېوالتیا لرې کولای شې کار وکړې او ما هم په ډېرې لېوالتیا سره دا وړاندیز ومنه او اېنټرویو یې را نه واخیسته او بریالی شوم.»

دغه مېرمنې ډاډ ورکوي چې د نارینه‎وو په پرتله به د ښاروالۍ کارونه په ښه توګه پرمخ بوځي.

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې مرستیاله مژګان حاجي زاده څرګنده کړه:«تر هغې چې د بیارغونې، زرغونولو او ښار مېشتوالي او همدارنګه د ټولنیزې فرهنګي او سیاسي اړخه هم له زموږ سره خلک ونده ونه‎لري، موږ نه شو کولای.»

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د خپل کار په لومړیو ورځو کې په حکومتي ادارو کې ښځو ته د ۳۰ سلنې ونډې ژمنه کړې وه خو د ښځو چارو وزارت وايي دا ژمنه تراوسه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوژمۍ وردک په دې اړه څرګنده کړه:«په ټول کې د حکومت په کچه چې دېرش سلنه مشخص شوې وه له هغې ډلې ۲۶ سلنې ته یې رسېدنه شوې ده.» 

د ښځو په چارو کې فعاله صالحه اسحاقزۍ خالقي هم وویل:«باید د دې د تشخیص لپاره یوه شمېرنه وشي باید د ښځو لپاره موقع برابره شي ونډه یې باید له ۳۰ سلنې زیاته وي دا ونډه د ښځو لپاره بسندویه نه ده.» 

داسې ښکاري چې د ملي یووالي حکومت د خپل کار په وروستیو ورځو کې په حکومت کې د ښځو د رول د زیاتوالي هڅې پيل کړې دي. لکه څنګه چې رویا رحماني په امریکا کې د سفیرې او عادله راز په ملګروملتو سازمان کې د هېواد د دایمي استازې په توګه ګومارل شوې دي.

شریک یي کړئ