Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت کندهار کې د سیار کتابتون جوړېدل

یو ډله کندهاري ځوانانو نن سې‎شنبې (د غوايي په ۳ مه) چې د اپرېل له ۲۳ چې د کتاب له نړویوالې ورځې سره سمون لري، په مناسب په کندهار ښار کې د واټ تر غاړي یو کتابتون جوړ کړی دی، څو عام او لوستي کسان د کتاب مطالعې ته وهڅوي.

دغه ځوانان وايي چې د ټولنیزو شبکو او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم ډېرو لوستو کسانو د کتاب مطالعه پرېښې ده، خو دوی هڅه کوي چي د کتاب مطالعه په یو دود بدله کړي.

کندهار ښاریان د یادو ځوانانو د کار ستاینه کوي، او غوښتنه کوي، څو د مطالعې دودولو په موخه دا ډول هڅې نوري هم زیاتې شي.

اغاولي همت د یاد کتابتون مسوول دی او د دوه نورو ځوانانو په ملتیايې یاد کتابتون جوړ کړی دی وايي:«یوازینۍ ستونزه چي موږ يې په مخ کې لرو هغه تولنیزې رسنۍ دي چې ځوانان يې ډېر مصروفه ساتلي دي او نه شي کولای چې کتاب مطالعه کړي او په ځانکړې توګه هغه ځوانان چې لوستي وي او بیا د کتاب د مطالعي کولو حوصله نه لري. په دې کار سره غواړو چي مطالعه دود او عامه کړو.»

د یاد کتابتون په جوړېدو کې یوبل ځوان د نزیر احمد په نوم هم ګډون کړی نوموړی هم څرګندوي :«موږ د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت یاد کار په لاره اچولی دی، او موږ د کتاب په مټ تر لوړو کچو پورې رسېدلای شو، کتاب او مطالعه باید د ژوند یو داومداره مصروفیت وګرځوو.»

خو جالبه دا ده چې د زرمینې په نوم یوه مېرمن هم د کتاب د مطالعې په موخه دلته راغلي ده، نوموړی وايي غواړي چې لوستي کسان وهڅول شي، تر څو کتاب مطالعه کړي، د زرمینې په خبره په دې ورستیو کې د ټولنیزو رسنیو ، اوځيرک ټلېفونونو پرمختګ د دې لامل شوی چې لوستي کسان له مطالعې څخه مخ وګرځوي.

زرمینه یوه عمر خوړلې ښځه ده هغه د مطالعې په اړه وايي: «د سوشیېل مېډیا پرمختګ او د ځیرکو ټلېفونونو پرمختګ مو ډېر ځوانان له مطالعې څخه راګرځولي دي، او نه‎شي کولای چي مطالعه وکړي، موږ په کورونو کې باید د کورنیو پر غړو باندي مطالعه لازمي کړو چې راتلوونکي نسلونه مو له مطالعې سره پوره بلدتیا ولري.»

 همدارنګه یوبل ځوان د فضل احمد انیس په نوم چې د کتابتون لیدو ته راغلی، وايي: «له مطالعې سره د ځوانانو علاقه ډېره کمه شوې ده، لوی لامل يې فیسبوک، وایبر او واټساپ دی چې ډېره بده اغېزه يې کړې ده او ځوانان باید د کتاب مطالعه هم له پامه ونه غورځوي.»

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو له یاد کار څخه ستاینه کوي، او وايي چې د کتاب د نړیوالې ورځې د لمانځلو په موخه يې چمتووالی نیولی، څو له مطالعې سره د اشنايۍ په موخه کمپاین پیل کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست رییس احمدشاه قادري  د ځوانانو د دې نوښت ستاینه وکړه او دوی له نورو هڅاندو ځوانانو څخه غوښتنه کوي، چې دا ډول کمپاینونه په لاره واچوي.

ښاغلي قادري زیاته کړه:«زموږ هڅه او کوښښ دا دی چې په کندهار ښار کې د کتاب لوستلو او مطالعې فرهنګ ته وده ورکړو او خلګ دې ته وهڅو څو د کتاب له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.»

دا لومړی ځل دی چې کندهاري ځوانانو په کندهار ښار کي د واټ پر سر د کتاب مطالعي د دودولو په موخه کتابتون جوړ کړی دی ، تر څو لوستي کسان مطالعې کولو ته وهڅوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه