Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرام الدین کریم د نیول لپاره د امنیتي ځواکونو بې پایلې عملیات

د پنجشیر ځایي چارواکي وايي د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات تېره شپه په ناکامۍ سره پای ته رسېدلي دي.
 
د پنجشیر ولایت د ځايي چارواکو په وینا امنیتي ځواکونه د شپې پر لسو بجو پنجشیر ته ننوتل او نېمه شپه یې د ځمکې او هوا له لارې د بازارک ولسوالۍ په سنګانه کلي کې عملیات پیل کړل چې کرام الدین کریم ونیسی. خو د هغه پر نیولو بریالي نه شول.
 
مسوولان وایي چې د دغو عملیاتو تر سره کېدو د سیمې اوسېدونکي په غوسه کړل او  هغوی امنیتي ځواکونو ته له پنجشیر نه د وتلو اجازه نه ورکوله؛ خو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ځانګړو قطعو قومندان د دغو ځواکونو له کاروان سره د دوشنبې پر سهار د اندراب له لارې بېرته کابل ته راستون شو. خو جمشید طوطاخېل له شخصي موټر نه په کار اخیستو کابل ته راغلی دی.
 
ښاغلی کریم د هېواد د فوټبال د ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی او یو کال مخکې د هغه د نیولو حکم صادر شوی دی.

دغه تورونه یو کال مخکې د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې د روزونکې خالدې پوپل له خوا مطرح شول.

لویې څارنوالۍ د دغو تورونو له مطرحه کېدو سره، کرام الدین کریم او د فوټبال فډراسیون پنځه غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.

یوه میاشت مخکې د سپورټ نړیوالې محکمې، په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د افغانستان د فوټبال ځينو ښځينه لوبغاړو دغې محکمې ته د ښاغلي کریم له خوا د جنسي ځورونې په هکله شکایت کړی دی.

له دې مخکې، د فوټبال نړیوال فډراسیون ښاغلی کریم  د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې او له خپلو دندو د ناوړه استفادې له امله په افغانستان او نړي کې د تل لپاره له سپورټي فعالیتونو بې برخې او د یو مېلیون سویسي فرانکو د جریمې پر ورکړې محکوم کړ.
 
شریک یي کړئ