Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرزي څرګندونې او د هغه د پېر د دولتي چارواکو غبرګونونه

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دورې ځينې چارواکي، د هغه وروستۍ څرګندونې، د ولسمشرۍ د پير له کارونو سره یې په ټکر کې بولي.

د دغو پخوانیو حکومتي چارواکو په وینا، ښاغلي کرزي په تېر کې له امریکایانو سره نېږدې اړیکې لرلې او حتا د دغه هېواد پوځي قومندانان یې له دولتي نښانونو سره ستایل.

حامد کرزي د روسیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې یوازې مسکو کولای شي په افغانستان کې سوله ټینګه کړي، نه د بریټانیې او امریکې په څېر هېوادونه چې د ښاغلي کرزي په باور، له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې، د افغانستان د خلکو په وژلو بوخت دي.

په هغه ورځ د پخواني ولسمشر حامدکرزي د څرګندونو یوه برخه چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د واشنګټن په منځګړیتوب د یوه حکومت د جوړولو موافقه وکړه.

د لنډمهاله حکومت له دورې د خپلې ولسمشرۍ د دوهم پړاو تر پایه پورې له لوړپوړو امریکايي چارواکو سره د حامدکرزي نېږدې اړیکې او د نوموړي لخوا د دغه هېواد د پوځي قومندانانو ستایل هغه مسایل دي چې ټول یې یادونه کوي.

له هغې ډلې دا چې ښاغلي کرزي واک ته له رسېدو وروسته تر ډېرې مودې امریکایي ساتونکي لرل. او د امریکې په اړه یې داسې نظر درلود.

ښاغلي کرزي ویلي وو:« افغانان خپلو ایډیولوژیکو نظریاتو ته له پامه پرته پوهېږي چې د امریکا په مشرۍ زموږ د متحدینو له مرستې پرته افغانستان هغو بریاوو ته نشي رسېدای چې په تېرو لسو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.»

خو څو ورځې وړاندې ښاغلي کرزي د روسیې له ان ټي وي ټلوېزیون سره په مرکه کې له افغانستان سره یوازې د مسکو د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي څرګنده کړې وه:« که تاسو یعنې روسیه له پاکستان او افغانستان سره نوې اړیکې جوړې کړئ، مرسته کولای شئ نه انګریزان چې پخوا مو له هېواده بهر کړي وو او نه هم امریکایان چې اوولس کاله زموږ په وژلو بوخت دي.»

د حامدکرزي دا څرګندونې له یو لړ غبرګونونو سره مخامخ شوې او دغه غبرګونونه په زیاتېدو دي.

په دې لړ کې د ښاغلي کرزي د دورې یو شمیر چارواکو پر ټولنیزو پاڼو په دې اړه ځینې لیکنې کړې دي.

د ملي امنیت پخوانی ریس  امراله صالح د تویټر پر پاڼه لیکلي:« ټول امریکايي او بریټانوي جنرالان چې د ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یې د ایساف او ناټو ځواکونو مشري پرغاړه لرله، د ولسمشر کرزي لخوا یې تر ټولو ارزښتمن دولتي نښانونه ترلاسه کړل، اوس هغه وايي چې د امریکا پوځ یوازې موږ وژلي یوو، ایا دومره به مهربانه وي چې توضیح ورکړي هغه وخت څه روان وو او اوس پر نوموړي څه تېرېږي.»

د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ پېر د یوه ویاند جاوید لودین پر پاڼه هم داسې جملې لیکل شوې دي:« څرنګه تمه لرلای شو چې نړۍ موږ ته جدي پاملرنه وکړي؟»

د ښاغلي کرزي په دوره کې د خپل ماموریت په اړه د رنګین دادفرسپنتا د کتاب په یوه برخه کې هم راغلي چې اشرف غني په هغه وخت کې یې د دولتي او بهرنیو چارواکو ترمنځ ډېری ناستو کې په یوه ډول په افغانستان کې د واشنګټن له سیاستونو ملاتړ کاوه.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې وروسته بیا حامدکرزی د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني د بري له پلویانو ګڼل کېده، هماغه کس چې د ښاغلي سپنتا په وینا د امریکایانو پلوی وه.

شریک یي کړئ