Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنټين پر مهال سپورټ؛ کابل کې د یوګا روزنه په انلاین توګه ورکول

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د کورونا ویروس د خپرېدو په لړ کې، خلک باید سپورټ وکړي چې دفاعي سیسټم یې پياوړی شي او همدارنګه له رواني فشارونو سره مبارزه وکړي.

له همدې امله کابل کې ډېری مېرمنې د انلاین لارښونې په لټه کې دي چې وکړای شي د کورني کرنټين پر مهال سپورټ وکړي.

فخریه ابراهیمي ممتاز چې له څو کلونو راهیسې په کابل کې د یوګا سپورټ روزنه ورکوي، اوس دغه روزنې په انلاین توګه د خپلو او د دغه سپورټ د مینه والو لپاره وړاندې کوي.

مېرمن ممتاز وايي:«غواړم چې یووالی وښیم چې په دا ډول وضعیت کې ټول له یو بل سره یوو او ټول د دې په فکر یوو او همدا یووالی د یوګا له لارې کولای شو خلکو ته معرفي کړو.» 

دا مېرمن وایي په دې دوره کې په هېواد دننه او بهر څه باندې دوه سوه مېرمنې ګډون کوي.
 
مېرمن ممتاز زیاتوي:«مېرمن دې د خپل بدن مقاومت لوړ کړي، تنفسي سیسټم او روحیه لوړه کړي او همدا ډول وکړای شي له رواني پلوه دومره پياوړې وي چې له دا ډول وضعیته ونه وېرېږي.»

بل خوا یو شمېر هغه مېرمنې وایي چې توانېدلي دي په سپورټ سره د کووېډ نولس ناروغۍ پر وړاندې مقابله وکړي.
   
د یوګا سپورټ د انلاین ټولګي زده کوونکې نیلاب نایاب وویل:«کولای شي د انسان روح ته د ارامښت حس ورکړي او که چېرې یوګا کوئ او غواړئ ارامښت ولرئ، یوه لار همدا ده.»   

فخریه ابراهیمي له څو کلونو راهیسې په کابل کې مېرمنو ته د یوګا سپورټ د ورزده کولوپه برخه کې کار کوي.
 
شریک یي کړئ