Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز اوسېدونکي: هوايي برید کې ۵۰ملکي کسان وژل شوي

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ(دوشنبې د وري۱۳مه) د افغان ځواکونو هوايي برید په پایله کې چې د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په دفداني سیمه کې شویو کابو ۵۰ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکو او ولایتي شورا غړو په وینا برید له غرمې مخکې کابو ۱۱:۰۰ بجې پر یوه جومات شوی دی.

که څه هم د کندز ولایت اوسېدونکي که څه هم وايي چې دا ناسته د طالبانو نه ده. د دوی په وینا پر جومات هوايي برید کې کابو ۳۰۰ کسانو شتون درلود.

په همدې حال کې تېره ورځ د کندز ولایت د پولیسو ویاند، انعام‎الدین رحماني طلوع‎نیوز ته ویلي وو چې دشت ارچي سیمې یوې مدرسې کې د طالبانو کوټې شورا یوه مهم غړي، ملا بریاني په ګډون یو شمېر طالبان سره راټول شوي وو.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې په مدرسه کې د دوی کوم غړی نه وه او زیاته کړې یې ده چې برید د پګړۍ‎تړلو پر مراسمو شوی چې د عالمانو په ګډون کابو ۱۵۰ تنه ملکي کسان په کې وژل شوي دي.

دې ډلې له بشري حقونو هم غوښتنه کړې چې د ملکي کسانو وژنه دې له پامه‎نه غورځوي.

د کندزولایت امنیه قومندان هم په دې پېښه کې د ملکي کسانو وژنه تائیدوي، خو جزئیات نه ورکوي.

د یو شمېر رپوټونو له مخې د پېښې پرمهال مدرسه کې ۲۰۰تنه وو.

د کندزولایت روغتون مسوؤلانو هم ویلي دي چې یو شمېر ټپیان روغتون ته وروړل شوي، خو شمېر یې نه دی ښودلی.
 
په همدې حال کې حکومت ویلي دي چې د کندز هوايي برید کې پنځه‎لس طالب وسله‎وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

شریک یي کړئ