Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز د امنیت په اړه د دغه ولایت د چارواکو خبرې اترې

د کندز د عدلي او قضايي بنسټونو چارواکو نن چهارشنبې له نورو دولتي بنسټونو سره د همغږۍ لپاره یوه غونډه چمتو کړه.

د کندز څارنوالۍ په تېرو شپږو میاشتو کې ۹۴۹ جلبونه صادر کړي خو څه باندې د۳۰ جلبونو ته رسېدنه شوې ده.

د کندز د استیناف څارنوالۍ رییس په جګړو کې د کندز د پولیسو بوختیا د دې ستونزې اصلي عامل بولي، خو هغه په دغه ولایت کې د مجرمینو ازادانه تګ راتګ، په کندز کې د ناامنیو د زیاتوالي یو لامل بولي.

د کندز د استیناف څارنوالۍ مشر محمد عارف مبشر په دې اړه وویل:«پوهېږم چې امنیتي ځواکونه، پېرمانه جنګی مسوولیتونه لري، د ولایت د جنګي اوضاع تر اغېزې لاندې دي؛ خو د دغه وضعیت دوام هم جګړه رامنځته کوي! کله چې وژونکی، کله چط فساد کوونکی، ۲۰ کاله بند ولري، په دغې ټولنه کې ازادانه وګرځي او ونه شو کړای هغه ونیسو، دا جګړه رامنځته کوي.»

د کندز د محکمې رییس فضل الهادي فاضل هم وايي:«له مراجعینو سره اخلاقي چلند نه کېږي، هغه څه یې چې حق دی نه ورکول کېږې.»

د دې ناستې برخوال په کندز کې د امنیت ټینګښت له عدلي او قضایي ادارو سره د امنیتي بنسټونو د همکارۍ په پراختیا پورې اړوند بولي.

په کندز کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله لیدا شیرزاد څرګندوي:«وېرېږم چې د ټولو ننګونو او ستونزو له منلو سره چې په دغې ټولنه کې دي، هغوی جرأت وکړي او راشي او یوه قانوني پېښه د څارنوالۍ ادارې ته وړاندې کړي، دا کس پاتې شي او د پېښې د بل لوري، ژوند، ناموس، په خطر کې وې او بالاخره په لسګونه نور جنجالونو سره مخامخ کېږي.»

د کندز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش محمد وايي:«تاسې کشفي ځواکونه، نه د پرېکړې حق لرئ، او نه هم د قضاوت حق لرئ، او نه هم د دوسیې د جوړولو.»

د کندز امنیتي ادارې په دې هکله څه نه وايي خو د کندز والي د دې ولایت د ټولو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د کندز والي اسدالله امرخېل په ډاګه کړه:«له مسوولیت څخه پرته غږ کوم چې فساد فساد فساد! او بالاخره هغه کس چې په فساد کې ښکېل دی، په خپله یې او زه په خپله یم!»

کندز له هغو ولایتونو دی چې په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې له ډېرو ناامنیو سره مخامخ و.

په دې موده کې د نوموړي ولایت پر ځینو برخو سربېره کندز ښار دوه ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.

شریک یي کړئ