د کندز ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د کندز د پوځي محکمې رییس اصیلالدین،له ساتونکو سره یې نن شنبې د تخار- کندز په لاره کې د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د کندز د امنیه قومندان جنرال عبدالحمید حمید وايي چې اصیلالدین له خپلې کورنۍ سره له تخار څخه کندز ته راستنېده چې د لېږد موټر یې د کندز ښار په ۱۵ کیلو مټري کې د ناپېژانده کسانو لهخوا درول کېږي اصیل الدین او د هغه ساتونکي یوه نامالوم ځای ته بیايي او د هغه چلوونکی او کورنۍ یې پرېږدي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.