طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي چې د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پایله کې پنځو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه زیاتوي چې دغه برید کې اته نور افغان سرتيري ټپيان شوي دي.
د پامیر۲۱۷قول اردو نښته تاییدوي او وايي چې تېره شپه(سې شنبې د لړم په ۷مه نېټه) هغه مهال شوې چې لسګونو طالب وسله والو د پوځي پر یوې پوستې برید کړی.
د یادې قول اردو ویاند وايي نښته کې افغان ځواکونو او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قول اردو ویاند د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي بیا د طالبانو لخوا د اتو افغان سرتېرو له بیولو خبر ورکوي.