Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار شاه‌ولي کوټ کې موټربم چاودنې د ۳ پولیسو ژوند واخیست

د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې د ۳ پولیس سرتېرو ژوند واخیست او د ملکي کسانو په ګډون یې ۱۴ تنه نور ټپيان کړل.

د والي ویاند، بهیر احمدي وايي چې پېښه نن سهار(چهارشنبې د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) شوې.

نوموړی زیاتوي چې د برید موخه د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ وې، خو بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې لومړي قراول کې یې موټر ته چاودنه ورکړې.

ښاغلی بهیر څرګندوي چې افغان ځواکونو د برید په تړاو معلومات درلودل:«بریدګر له چاوديدونکو موادو ډک موټر د‌ امنيتي ځواکونو له لوري چې هڅه يې کوله امنيه قوماندانۍ او ولسوالۍ مخې ته چاودنه ورکړي د پوليسو له لورې ورباندې ډزې شوې او هدف ته تر رسيدو مخکي يي چاودنه کړي ده.»

هغه همداراز وايي د برید له کبله د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د کندهار د والي ویاند وايي چې پېښه کې د ملکي کسانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ