Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار دمېلمستون برید د حکومت، ناټو او اماراتو له خوا څېړل کېږي

د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې د کندهار والي په مېلمستون کې برید د حکومت، ناټو او عربو متحده اماراتو له خوا څېړل کېږي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر اشرف غني په سپارښتنه د افغانستان امنیتي کارپوهانو په ګډون د ناټو به مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او عربي متحده اماراتو ګډ پلاوی به د کندهار والي په مېلمستون کې د چاودنې په اړه پلتنې کوي.

د خبرپاڼې په بنسټ، ویل شوي دي چې د چاودنې په اړه لومړنۍ څېړنې له افغانستان څخه بهر د برید طرحه کول ښیې.

ویل شوي دي چې دا برید کوټې ته د نېږدې د پاکستان په یوه سیمه کې د "مولوی احمد قندهاري" مدرسه کې پلان شوی وه.

مخکې له دې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د برید په اړه د حقاني ډله ګرمه بللې وه.

د تېرې سې‎شنبې پر ورځ د کندهار والي په مېلمستون کې د کوچونو لاندې بمونه ځای پر ځای شوي وه چې په کې د عربي متحده ایالاتونو ۵ اتباعو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او په کابل کې د دې هېواد سفیر او د کندهار والي په ګډون ۱۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

په کندهار کې د والي په مېلمستونو کې چاودنې چې په ترڅ کې یې د عربي متحده ایالاتونو ۵ اتباعو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول، د ګډ پلاوي له خوا څېړل کېږي

شریک یي کړئ