Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ووژل شول

د کندهار ولایت په مېلمستون کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د کندهار یو شمېر چارواکي، قومي مشران او د عربو د متحده اماراتو د سفیر د څلورو ساتونکو  په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې د دغې پېښې مرګ ژوبله ۲۲ تنو رسېږي چې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور هم ټپيان شوي دي.

د کندر د والي ویاند صمیم خپلواک طلوع نیوز ته وايي چې چاودېدونکي توکو په یوه کوچ کې ځای پر ځای شوي او هغه مهال نن ماښام وچاودېدل چې د کندهار سیمه‎ييز چارواکو په افغانستان کې د دغه ولایت په مېلمستون کې د عربو د متحده ایالاتو سفیر،او کونسل کوربه توب کاوه.

خپلواک وايي چې په دغې پېښې کې د کندهار والي همایون عزیزي،د عربو د متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او کونسل ټپيان شوي دي.

د عربو د متحده اماراتو سفیر دغه ولایت ته د یوه روزنتون د پرانستو لپاره تللی وه.

شریک یي کړئ