Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د ګډو هوايي او ځمکني عملیاتو په لاره اچونه

افغان پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وايي چې افغان امنیتي ځواکونو نن سهار د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د "دره سرخ عملیات" تر نامه لانې یو ګډ هوايي او ځمکنی عملیات پيل کړ چې تر اوسه ۶۰ بلواګر وژل شوي دي او درې تنه نور، ټپیان شوي دي.

د هېواد په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند، محمد نعمان عاطفي وايي چې دغه عملیات د کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو د شتون څخه د دانګام د پاکونې لپاره د ملي اردو کمانډو، ملي امنیت، سرحدي پولیس او عامه نظم له لوري په لاره اچول شوی دی.

هغه زیاته کړې ده: " د دې عملیات ځانګړنه دا ده چې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو له لوري په لاره اچول شوی دی او د هغې څخه عامه نظم او سرحدي پولیس او د دانګام پولیس ملاتړ کوي د ملي امنیت شورا او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندانۍ د لارښود پر بنسټ په دې عملیاتو کې به ټول دانګام د کورنیو او بهرنیو مخالفینو څخه پاک شي."

د دې قول اردو چارواکي وايي چې تر اوسه یې د دانګام یو شمېر کلیدي برخې په لاس کې نیولي دي او وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې شتون لري.

ویل کېږي چې د کنړ ولایت د دانګام ولسوالۍ د ډېریو غرنیو سیمو اوسېدونکي د خپلو کورنو څخه د وتو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو دغه عملیات په لاره واچول.

افغان امنیتي ځواکونه په یوې وروستۍ میاشت کې په څو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې نه دي توانېدلي د دانګام غرنۍ او ځنګلي سیمې د مخالفینو د شتون څخه پاکې کړي؛ آیا دغه عملیات به په دانګام کې د وسله والو مخالفینو پټنځایونه له منځه یوسي؟

په غونډه کې د کنړ استازی، صالح محمد صالح وايي: " تر کوم ځایه چې موږ معلومات لرو، عملیات په همغږیز او سنجول شوي ډول په لاره اچول شوی دی او هیله من یو چې دغه عملیات به د سیمې څخه د کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو د پاکونې لامل شي."

په کنړ کې یو قومي مشر، محمد حقیقت نواز وايي: " هر کله چې امنیتي ځواکونه په ښو وسلو سمبال وي موږ باور لرو چې دغه عملیات به پایله ولري او مخالفین به د ماتې سره مخ شي."

د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي اندېښمن دي چې دغه عملیات به یو شمېر جدي ستونزې هم له ځانه سره ولري.

محمد نعمان عاطفي زیاتوي: " ګڼ شمېر مخالفینو ته په کتو سره او دا چې د دغه جګړې څخه د سیمې د استخباراتو له خوا ملاتړ کېږي، موږ به په دې عملیاتو کې د ستونزو سره مخ کړي او بل دا چې ډېری دا سیمې غرنۍ او ځنګلي دي چې دا موضوع به هم په دې عملیاتو کې زموږ لپاره یوه جدي ستونزه وي."

دانګام د کنړ یوه ناامنه ولسوالۍ او د پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده.

مخکې له دې ځايي چارواکو ویلي ول چې وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د سیمې د استخباراتو په ملاتړ په دانګام او د کنړ په نورو برخو کې تل پاتې اډې جوړې کړي، هغه ولایت چې په هغې کې ناامنۍ کولای شي د هېواد نورې برخې په ځانګړي توګه د شمال او شمال ختیځ ولایتونه هم وګواښي.

افغان پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وايي چې افغان امنیتي ځواکونو نن سهار د کنړ ولایت په دانګام ولسوال

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه