Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ ۱۰ بریدګرو برید کړی

د کابل هوايي ډګر پر سړک د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ نن(چهارشنبې د غبرګولي۹مه) کابو ۱۲:۳۰ دقیقې د لسو بریدګرو له خوا ډله ییز برید شوی دی. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش د پېښې پخلی کوي، او وايي چې په سیمه کې درنه چاودنه شوې او وروسته یو شمېر نورې چاودنې د وزارت په ودانۍ کې هم شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې چاودنه یوه کس د کورنیو چارو وزارت پر لومړي قراول کړې ده او اوس‎مهال سیمه کې حالت تر کنټرول لاندې دی.

دی زیاتوي چې ډزې ځکه روانې دي چې ښايي کوم مشکوک کس په سیمه کې پټ شوی وي.په همدې حال کې سیمه کې د طلوع‎نیوز خبریاله، انیسه شهید وايي چې لا هم په سیمه کې د ډزو غږ اورېدل کېږي.

نوموړي زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت پر لور د تګ راتګ لار تړل شوې ده او تلونکي موټر بېرته راګرځول کېږي.

همداراز د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري وايي چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت په هغه دروازه کې شوې چې موټر پر تګ راتګ کوي. وروسته له دې نورو بریدګرو ته د ننوتو لار هواره شوې ده.

دی وايي چې اوس‎مهال په سیمه کې دوه نورې چاودنې هم کابو ۱:۰۰ بجه وشوې او سیمې ته لا ډېر شمېر ځواکونه رسېدلې دي.

ښاغلی دانش وړاندې وايي چې نښته پای ته رسېدلې او بریدګر له منځه وړل شوي دي هغه همدارنګه زیاتوي چې په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او ۵ تنه نور پټيان دي.

تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په سیمه کې درنه چاودنه شوې ده، په سیمه کې د طلوع نیوز خبریاله وايي چې لا هم ډزې روانې دي

شریک یي کړئ