Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت: د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده

دکورنیو چارو وزارت مني چې د تېرکال په پرتله د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله او د طالبانو فعالیتونه زیات شوي.

د راپورنو پر بنسټ په تیرو ورځو کې طالبانو د بغلان، کندز، فاریاب، غزني، ارزګان، غور او فراه ولایتونو پر ځینو برخو بریدونه کړي. په دغو پیښو کې ډېر شمېر خلک هم بې ځایه شوي.

د غزني مالستان، جاغوري او خوګیاڼیو ولسوالۍ، د کندز دشت ارچي، د فراه ښار، د بغلان دهنه غوري او برکه او همداراز د ارزګان مرکز ترینکوټ په دې ورځو کې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شوي دي.

د رپوټونو له مخې د غزني په مالستان او جاغوریو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې تراوسه هم روانې دي او دواړه خواوو ته تلفات هم رسیدلي دي.

د بغلان پر دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو بریدونه یوه اونۍ مخکې پيل شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکی، نعمت وايي:«اوبه نشته، ډوډۍ نشته، که دولت اقدام ونکړي، نو شاید سقوط وکړي.»

له دې سره په یو وخت په غزني ولایت کې د چهارشنبې په شپه طالبانو پر جاغورۍ او خوګیاڼیو ولسوالیو بریدونه پيل کړل چې په دغو بریدونو کې درې تنه افغان پوځیان وژل شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندان، داوود تره‎خېل دا مني چې په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

ښاغلی تره‎خېل زیاتوي:« تېره شپه هم سپیشل فورس او هوايي ځواکونو عملیات درلودل او مخالفین یې په نښته کړي دي، خو تر اوسه دوی د مرګ ژوبلې په اړه راپور نلرو.»

په همدې شپه طالبانو د کندز پر دشت ارچي ولسوالۍ هم برید وکړ چې له امله یې شل تنه امنیتي پوځیان مړه او ټپيان شول.

سناتور، عبدالله قرلق څرګندوي:«په قرلق ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو پرته له جګړې، مرګ ژوبلې او کومه فشاره لوا او فرقې قومندان د مدیریت د ضعف له کبله سیمه پرېښې ده.»

د هیواد لویدیځ هم د شمالي او مرکزي سیمو په شان د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شو.

طالبانو د جمعې په شپه پر فراه ښار برید وکړ او یو شمیر دولتي پوځیان یې نیولي دي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي دیرش تنه دغه پوځیان خوشي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي:«روان کال کې افغان ځواکونو ټول افغانستان کې تر ټولو ډېر تحرکات درلودل، په هره اندازه چې د امنیتي ځواکونو ونډه په نښتو کې زیاته شي، نو مرګ ژوبله هم زیاتیږي.»

له بلې خوا په فراه کې امنیتي مسوولین وايي د فراه د خاک سفید ولسوال له پنځو نور کسانو سره له طالبانو سره یو ځاي شوی دی.

همداراز د غور په چهارسدې ولسوالۍ کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

د غور امنیه قومندانۍ سرپرست، فقیر احمد نوري وايي:«په چارسدې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده؛ خو انشاالله د اندېښنې وړ نه ده، په کافي اندازه کومانډو ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي دي.»

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او افغان پوځیانو د تلفاتو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند، نجیب دانش زیاتوي:«کومانډو ځواکونه د یوې لنډې مودې لپاره په یوه سیمه کې پاتې کېږي، کله چې یې عملیات پای ته ورسېدل نو بیا بېرته له سیمې وځي.»

د پوځي چارو کاپوره، عتیق الله امرخېل وايي:«د طالبانو موخه دا ده چې ټولې نړۍ ته ښکاره کړي دا چې دوی یو ځواک دي.»

له دې سره سره د فاریاب په سرحوض ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو پوځیانو له طلوع نیوز سره په تلیفوني اړیکه کې وايي له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دي او له تیرې یوې میاشتې راپه دې خوا د خوړو لپاره څه نه دي ورسیدلي‎.

د هېواد په بیلابیلو برخو کې نښتې په داسې حال کې روانې دي چې تمه کیږي د ژمي په رارسیدو نښتې کمې شي.

په داسې حال کې چې لا هم د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او دواړو لورو ته مرګ زوبله هم اوښتې ده

شریک یي کړئ