Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت د تړون او ازاد بازار ترمنځ د غوښې د بیې توپير

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د کورنیو چارو وزارت د غوښې د پېر په تړون کې د غوښې بیه د هېواد په بازارونو کې د هغې د اصلې بیې په پرتله ۴۰ سنله ټيټه ښودل شوې ده.

دم‎ګړۍ، د ملي پولیسو د ورځې په خوړو کې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې کابو ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه مصرفېږي او د بازار د بیې په حساب، دا ټول څه باندې ۱۳ مېلیونه افغانۍ لګښت لري.

خو د کورنیو چارو وزارت له خوا د غوښې د پېر د تړون د بیې له پلوه، دا ټول په یوې ورځ کې یوازې څه باندې ۸ مېلیونه افغانۍ لګښت لري.

د طلوع نیوز خبریال د کندزـ خان اباد لویې لارې د پولیسو یوې پوستې ته تللی وايي چې پوځیان د غرمې په ډوډۍ کې غوښه نه‎لري، خو په شپه کې هر یوه ته ۳۰۰ ګرامه غوښه حواله ده.

د پولیسو افسر عزیزالله عیار په دې اړه وویل:«غرمه معمولاً همدا وریجې او لوبیا دي او ځينې نور شیان او سبزۍ دایم !د شپې له پلوه، موږ ۳۰۰ ګرامه غوښه حواله لرو،هغه په یوه وخت کې خورو،بسنه کوي، دوه وخته بیا خوند نه کوي.»

 د دې راپور موندې څرګندوي چې هره ورځ په ټول هېواد کې د پولیسو په خوراک کې ۳۹ زره ۲۵۰ کیلو ګرامه غوښه موجوده ده.

هغه غوښه چې د پلورونکو په وینا دې اندازه غوښې د پوره کولو لپاره هره ورځ زرو غوایانو او پسونو ته اړتیا ده.

د کابل ښار یو تن قصاب نقیب الله په دې اړه وویل:«هغه کسان چې په کور کې یو زرو ۵۰۰ تنو ته ډوډۍ چمتو کوي، ۱۰ منه ۱۵ منه غوښه ځیني کسان مو لیدي په همدې اندازه غوښه وړي.»

د څارویو پلورنکی نظیف هم زیاته کړه:«د زرو کسانو لپاره،۲۵۰ کیلو غوښه بس کېږي. ۱۱ او ۱۲ پسونه کېږي او همدا بسنه کوي.»

 خو څه ډول کېدای شي چې د ملي پولیسو د خوړو په لړ کې غوښه وشي رسولای، آیا په افغانستان کې په ورځ کې دومره څارویو ته لاسرسی شته، چې په کال کې ۱۴ مېلیونه ټنه غوښه ملي پولیسو ته چمتو کړي؟

 تېر کال په هېواد کې د غوایانو شمېر ۵ مېلیونه او ۲۳۴ زرو او ۴۰۰  ته رسېده او د پسانو شمېر، ۱۳مېلیونه او ۲۶۵ زره او ۲۰۰ پسونو ته رسېده.

په دې سربېره تېر کال ۸ مېلیونه او  او ۳۳۳ زره او ۶۲۷ ګیلو ګرامه د غوایي غوښه چې ارزښت یې ۴ مېلیونه او ۲۳۳ زره او ۷۸۸ امريکايي ډالره کېږي افغانستان ته وارده شوې ده.

  د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه وویل:«په ټول کې،یو ستر تړون دی چې بیا دا په هر ولایت وېشل کېږي، او خپله نماینده‎ګي لري چې هلته دا غوښه زموږ د منسوبینو ته ورکول کېږي.مرکزونه او قصابۍ لري او د دوی مسؤولیت همدا دی چې دننه له افغانستان څخه دا غوښه چمتو کړي.»

 د کورنیو چارو وزارت په تړونونو کې په کابل کې د پسه د غوښې د یوه کیلو ګرامه بیه ۲۶۰ افغانۍ او د غوايي د غوښه هر کیلو ګرام ۱۹۸ افغانۍ لیک لشوې ده. په ولایتونو کې دا بیه لږ توپیر لري.  لکه په بدخشان ولایت کې د پسه یو کیلو ګرامه غوښه ۲۵۰ افغانۍ او د غوايي یو کیلو ګرامه غوښه ۱۸۰ افغانۍ ترلاسه کېږي.

خو کله چې مو په کابل کې د څارویو د غوښو له پلورونکو په دې اړه پوښتنه وکړه، چې هېڅوک په دې بیه د څارویو د غوښې پلور ته حاضر نه دي، آن په دې بیه څوک غوښه نه پلوري.

 اوس‎مهال په کابل کې یو کیلو ګرامه د پسه غوښه ۳۸۰ افغانۍ ده او د غوايي یو کیلو ګرامه غوښه ۳۲۰ ده.

د څارویو پلورونکي خوشحال په دې اړه څرګنده کړه:«له پنځه، شپږ زره افغانیو څخه پیل، تر ۱۲ زره افغانیو، د هر پسه بیه ده.»

د څارویو بل پلورونکی شیرزاد هم وویل:«موږ ټول خواریکان تباه شوي یوو او په همدې حال کې هم، زموږ ګټه مالومه نه ده.»

خو په بازار کې د غوښې له بېې سره د ملي پولیسو د قرارداد شویو غوښې ترمنځ د یوې ورځې توپیر څومره دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا د قرارداد په بنسټ د پېرل شوې غوښې بیه هره ورځ ۸ مېلیونه او ۵۳۶ زره او ۸۷۵ افغانۍ ده.

خو په بازار کې د دې اندازې غوښې بیه ۱۳ مېلیونه او ۷۳۷  زره او ۵۰۰ افغانۍ ده.

  د دواړو بیو ترمنځ توپیر ۵ مېلیونه او ۲۰۰ زره ۶۲۵  افغانۍ دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري په دې اړه وايي:«زموږ موندنې ښيي چې د کورنیو چارو وزارت تړونونه،په تېرو کلونو کې، له فساد څخه ډک وو او د تړونونو په چارو کې یې ډېرې پيچلتیاوې شتون لري او په ملي یووالي حکومت کې، هم د کورنیو چارو وزارت تړونونه، د روڼټیا هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د مدني ټولنو قناعت حاصل کړي.»

 د دې راپور د جوړولو پرمهال پوه شو چې د کورنیو چارو وزارت د تړونونو او بازار ترمنځ د توپیر سربېره، د پولیسو لخوا د مصرفېدونکې غوښې کیفیت هم ډېر ټیټ دی، او آن کله خو په لیرو پرتو سیمو کې پولیسو ته خوراکي توکي هم نه لېږدول کېږي.

دا اندېښنې هم شته چې آیا د کورنیو چارو وزارت په تړونونو کې جدي څارنه شته که نه؟ دې ستونزې په تېرو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي او آن د دې لامل شوي چې په بلخ ولایت کې په ملي پولیسو د خرو غوښه وپلوري.

د طلوع‎نیوز د دغه رپوټ پر بنسټ،د کورنیو چارو وزارت په تړونونو او ازاد بازار کې د غوښې د بیې توپير په یوې ورځ کې ۵ مېلیونه او ۲۰۰ زره او ۶۲۵ افغانۍ دی.

شریک یي کړئ