Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت د هلمند د امنیې پخوانی قومندان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هلمند ولایت د امنیې پخوانی قومندان عبدالرحمن سرجنګ، تر دوه راتلونکو ورځو د قانوني څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته به معرفي شي.

له صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه،د خیالي پولیسو تشکیل او په جګړه کې ناتوانۍ،پر ښاغلي سرجنګ له مهمو تورونو څخه دي.

د هلمند د امنیه قومندان آقا نور کینتوز ویلي دي چې د نویو موندونو پر بنسټ د هلمند ۵۰ سلنه پولیس خیالي دي او هغه دغه کار خیانت او جفا بولي.

له ډېرې مودې راهیسې هلمند د جګړې په اور کې سوځي، خو په دې وروستیو کې په دغه جګړه ځپلي ولایت کې د زیات شمېر خیالي پوځیانو خبره شوې ده.

د هلمند نوي امنیه قومندان آقا نور کینتوز زیاتوي:«په دې لړ کې هغه عملیات چې موږ یې غوښتنه کوو، څه باندې ۴۰ یا ۵۰ سلنه پرسونل نه‎شته او په دغه موده کې،په اته یا نهه میاشتو کې د هغوی معاشونه اخیستل شوي او د اشخاصو جېبونو ته لوېدلي دي.»

دغه څېړنې د اته میاشتې مخکې کار ښودنه کوي، هغه وخت چې عبدالرحمان سرجنګ د هلمند امنیه قوماندان وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي د هلمند د پولیسو دغه پخوانی چارواکی به د یو لړ شکونو له امله تر دوو ورځو پورې لویې څارنوالي ته معرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل:«هغه موارد چې مطرح دي،د هلمند د ستونزې مسله،د هلمند د پولیسو د تشکیلاتو ستونزه او د هلمند د پولیسو د سرچینو څخه اسفاده او نور موارد دي چې له وخت څخه مخکې ده چې په هر مورد خبرې وکړم.خو هغه تورونه چې شتون لري د ولسمشر په حکم،دوسیه د بشپړېدو په حال کې ده او د هلمند د امنیې د پخواني قومندان څخه به پلټنې وشي.»

په دې لړ کې داسې اندېښنې هم شته چې د دغو پولیسو پوځي وسایل څه شوي او آیا د پوځیانو نشتوالی د هلمند لپاره خطرناک نه دي؟

سناټور آخندزاده الکوزي وویل:«په هلمند ولایت کې،خیالي پولیس ډېر دي.د هغه ټول تجهیزات او مهمات یو شمېر مافیاو او زورواکو ته وېشل کېږي.د هلمند خلک او یا پوځيان د جګړې په اور کې سوځي.»

په هلمند کې د دولتي ځواکونو شمېر د طالب جنګیالیو او نورو ترهګرو ډلو په پرتله څو برابره بلل کېږي.

د هلمند د امنیې قومندان آقانور کینتوز څرکنده کړه:«څه باندې ۴۰ زره تنه په نوملړ کې شتون لري.هغه رپوټونه چې ورکول کېږي په هلمند کې دښمن ۷ یا ۸ زره دي.خو د دغه شمېر په وړاندې ۴۰ زره تنه له ټانګ،توپ او الوتکې سره باید موږ د هغو یو تن پرې نه ږدو روښانه ده چې څوک نه لرو؛له ۴۰۰ تنو څخه ۱۰۰ نفره پیدا کېږي.»

په اوسني وخت کې د هلمند څو ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې دي، دغو جنګیالیو د هلمند نورو برخو ته هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

ښايي په دغه ولایت کې د جګړې د پراختیا یو لامل د ځواکونو کمښت او خیالي پوځیان وي.

د بشپړ ربوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هلمند ولایت د امنیې پخوانی قومندان عبدالرحمن سرجنګ، تر دوه راتلونکو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه