Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو په وزارت کې د تورونو په اړه د څېړنو پيل

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو او د پولیسو ۱۱۹ ادارې پر مشر د لګېدلو تورونو په اړه پلټنه پیل کړې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست وایي ۱۱۹ شمېره فعاله ده او خلک خپلې ستونزې شریکولی شي.

د ولسي پولیسو رییس او د پولیسو د ۱۱۹ ادارې رییس د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ۱۱۹ پولیسو د دستګاوو د وسایلو په نوي کولو کې په ناغیړۍ تورنوي او له دندې یې استعفا کړې ده.

د پولیسو د دې ادارې رییس د خپلې استعفا په لیک کې ویلي د ۱۱۹ او خلکو ترمنځ اړیکې د یوه مخابراتي شرکت لخوا پرې شوې او خلک نه‎شي کولای د دغه مخابراتي شرکت له شمېرو پولیسو ته اطلاع ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي تراوسه په ۱۱۹ پروژې ۵۰ مېلیون ډالر لګول شوي او د دې ادارې رییس دوه مېلیون نور ډالر هم د نوموړې ادارې د دستګاوو د وسایلو د نوي کولو لپاره غوښتي وې خو کله چې د کورنیو چارو وزیر وویل له څېړلو وروسته به دا غوښتنه تایید کړي د نوموړې ادارې ریس استعفا وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه وویل:«دم‎ګړۍ سیستم فعال دی، خو اړتیا ده چې پرې کار وشي. خو دا چې څه ډول کار وشي، باید د یوه سیستم او یوه سم او روڼ میکانیزم په سمون کې پرې کار وشي.»

د دې ادارې رییس همایون عیني، په خپل استعفا لیک کې ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست غیررسمي سلاکار، د دې وزارت په انګړ کې د پولیسو د ۱۱۹ مرکز د نوې ودانۍ د جوړولو د کار مخه نیولې ده. خو پر ښاغلي عیني د اداري فساد او له صلاحیتونو د ناوړه استفادې په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:«اړتیا ده چې اړوند ارګانونه هغه وڅېړي، ځکه چې د کورنیو چارو په وزارت کې څو بنسټونه کار کوي. او کشفي او استخباراتي برخې، د کورنیو چارو وزارت د تفتیش برخې، اوس له وخته مخکې ده چې د هغه د څېړنې د پایلو له شریکو مخکې موږ پر دې موضوع خبرې وکړو.»

ښاغلي عیني خپل استعفا لیک رسنیو ته لېږلی او دا کار هم د کورنیو چارو وزارت لخوا ناقانونه بلل کېږي.

د کورنیو چارو په وزارت کې سرچینې د خلکو د مالوماتو د افشا کېدو خبر هم ورکوي او وايي د کورنیو چارو وزیر په دغه اداره کې د فساد د څېړلو لپاره پلاوی ګمارلی او د پلاوي له ګمارلو وروسته د نوموړې ادارې رییس استعفا وکړه.

شریک یي کړئ