Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا ویروس د خپرېدو په لړ کې د بې وزلۍ او نادارۍ زیاتوالی

د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانستان په ښارونو کې د محدودیتونو لګېدو، په هېواد کې د بې وزلۍ کچه زیاته کړې ده. لکه څرنګه چې ځينو بې وزلو په کابل او بغلان کې د سړې ډوډۍ وخوړولو ته یې مخه کړې ده.

په دغو دوو ولایتونو کې بې وزلو د ناچارۍ او ژوندي پاتې کېدو له امله د وچې او سړې ډوډۍ - هغه ډوډۍ چې د نورو د دسترخوانونو پاتې شونې دي خوړلو ته مخه کړې ده - خو هغه هم ورته کمیابه ده.

وچه او سړه ډوډۍ د انسانانو د استفادې وړ نه ده او معمولا څارویو او چرګانو ته ور کول کېږي.

اړمن کسان وايي چې وچه او د نورو پاتې شونې ډوډۍ د سالمې ډوډۍ په پرتله په کمه بیه پېري خو اوس د هغه د پېرلو وس هم نه لري او له دې امله پوروړي شوي دي.

خواجه احمد چې د کورنیو جګړو له وخته تراوسه د کابل ښار په یوې برخه کې د وچې ډوډۍ پر پېر او پلور بوخت دی وايي چې د ورځې ډېرې ښځې او سړي د وچې ډوډۍ د پېرلو لپاره راځي.

هغه زیاتوي:«بې وزلي خلک چې قرنطین دي له کار او بار څخه پاتې دي. مخکې د طالبانو په دوره کې موږ ته راتلل ډوډۍ یې وړله، په اوسنیو شرایطو کې هم راځي او ډوډۍ وړي.»

د کابل بل اوسېدونکی نبي وايي:«هغه مرستې چې د بهرنیو له خوا کېږي هغه هم په خپل جېب کې اچوي؛ عیش او نوش کوي یې، بې وزله خلک چې اړمن دي مرسته نه رسېږي.»

نایب چې په پلخمري ښار کې رېړۍ لري. وايي چې له لسو ورځو راهیسې د خپلو اوه سر ماشومانو د مړولو لپاره وچه ډوډۍ پېري. نایب زیاتوي چې د وچې ډوډۍ د پېرلو له امله پوروړی دی.

هغه څرګندوي:«تېره ورځ نږدې وه چې بچیان مې له منځه ولاړ شي؛ وچه ډوډۍ مې جلا کړه او کور ته مې یوړه او ومو خوړه دا ډول مې وژغورل.»

جان بي بي وايي چې د بې وزلۍ او نادارۍ له امله اړه ده وچه ډوډۍ وپېري:«هېڅ نه لرو؛ د خدای په نامه که څه ولرو. یو زوی لرم، رېړۍ یې لرله اوس هغه ته اجازه نه ورکوي چې په کار کې کار وکړي.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو پر بنسټ، د هېواد له نیم نفوذ څخه زیات خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

ورته مهال، د ملګرو متلونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسېف) وايي اندېښنه لري چې د قرنطین په لړ کې ماشومان له لوږې سره مخ شي.

په افغانستان کې د یونېسېف ویانده مریم عطايي وايي:«موږ اندېښمن یوو چې کورونا ویروس هغوی د لوږې له خطر سره مخامخ کړي دي.»
 
افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله او ناداره هېواد دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر په دې وروستیو کې رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې اوه نیم مېلیون ماشومان له خوارځواکۍ او لوږې سره مخ دي. 

شریک یي کړئ