Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګردیز ښار یوه جومات کې دوه پرله پسې ځانمرګو بریدونو ۳۰ تنه وژلي

د پکیتا ولایت په مرکز ګردیز ښار په خواجه حسن سیمه کې د صاحب الزمان پر جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید کړی چې په پایله کې لمونځ کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې ۳۰ تنه وژل شوي او کابو ۸۱ تنه نور ټپيان دي چې د ۲۰ ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پکتیا ولایت امنیه قومندان رازمحمد مندوزی وايي چې دغه برید د ۰۱:۱۰ دقیقو په شاوخوا کې د جمعې لمانځه پر مهال د دغه جومات پر لمونځ کوونکو شوی دی.

په همدې حال کې د پېښې شاهدان وايي چې ځانمرګو بریدګرو لومړی د دغه جومات ساتونکي په ډزو سره وژلي او وروسته جومات ته ننوتلي دي.

د هغوی په وینا، بریدګرو پر لمونځ کوونکو د ډزو ترڅنګ، لاسي بمونه هم غورځولي دي او وروسته یې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.

دغې پېښې د خواجه حسن سیمې د اوسېدونکو غوصه راپارولې ده. هغوی پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي او وايي چې ولې هغوی نه‎شي کولای د هېوادوالو امنیت تامین کړي.

له دې سره جوخت ولسمشرۍ غني، دا پېښه غندي او وايي چې دا برید د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کېدو په پار رامنځته شوی،  چې جنایت کارانه او د اسلامي او بشري حقونو پر ضد کړنه ده.

د دغه برید پړه تراوسه کومې دلې نه ده اخیستې، خو طالبانو ویلي چې دا برید د هغوی کار نه دی.

دا بریدونه په داسې حال کې د ولسي وګړو ژوند اخلي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ملکي کسان د مرک ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دغه سازمان په نوي رپوټ کې راغلي چې په شپږو وروستیو میاشتو کې افغانستان کې څه باندې یو زره او ۱۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ