Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګوشتې له کانونو د ورځې ۵۰ ټنه ډبرې په ناقانونه توګه ایستل کېږي

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د ماماخېلو سیمې له کانونو د ورځې تر پنځوس ټنه ډبره په ناقانونه توګه ایستل کېږي او ډېری دغه کاني ډبرې نیمه ګرانبیه نفریټ او کرومېټ دي.

د طلوع نیوز خبریالان عبدالحق عمري او تمیم حمید وايي چې ګوشتې ولسوالۍ ماماخېلو سیمې ته د تګ لپاره، چې هلته سیمه ییز وسله وال ډېر نفوذ لري، څو ورځې مو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې په تمه پاتې کېږو.

بالاخره یو کس په دې شرط حاضر شوی چې پېژاند یې پټ وساتل شي او موږ ته د کوشتې ولسوالۍ د ماماخیلو د قیمتي ډبرو کانونو د غیر قانوني کیندلو پروسه په عملي توګه راوښي.

د څو کلونو راهسې خپله هم په دغه غیر قانوني بهیر کې د یو ساتوونکي په توکه دنده پرمخ وړي. خو دی او د نورو ملګرو یې د هرې ورځې مزدوري چې ترلاسه شوو پیسو څخه خوښ نه دی او دی دې ته چمتو کېږي چې په دغه کار کې مونږ سره مرسته وکړي. د ماماخیلو په دغه کان کې د هر یو کارکوونکي او ساتوونکي ورځنۍ تنخوا دوه نیم سوه افغانۍ ده.

ساتوونکی موږ ته وايي:«ډبرې له دې ځایه تر ګوشتې ولسوالۍ وړو او له ګوشتې ولسوالۍ له کښتیو سره لعل پورې ولسوالۍ ته وړل کېږي او له هغې ځایه هم په مستقیمه توګه تورخم ته.»

له نژدې پڼځه کلونو راهسې د ماماخیلو شپږ هغه سیمې چې د اتیاوه څخه تر نوي پورې غټ او واړه کانونو لري په غیر قانوني ډول کیندل کېږي.

د طلوع نیوز موندنې ښه یې چې په دغو کانونو کې د لسو څخه نیولې تر پڼځلسو کسانو پورې په کې کار کوي.

 پنځوسو څخه تر سلو وسلوالو کسان لخوا د کانونو کېندلو ، په موټرو کې د ډبرو ځای پر ځای کول او د قاچاق پر مهال ساتنه کوي .

د ورځې درې غټ بار وړونکي موټر او لسو څخه تر پنځلسو واړو موټرو کې چې تېز مزل وکړي دغه قیمتي ډبرې د کوشتې ولسوالۍ مرکز ته انتقالوي .

 هر بار وړونکی غټ موټر یوولس ټنه ، او کوچنیو موټرو کې پڼځه نیم ټنو څخه نیولې تر یو نیم ټنه پورې قیمتي ډبرې وړل کېږي. 

د یو ټن ګرانبیه ډبرو بیه پنځه زره افغانۍ ده.

ولې د کوشتې ولسوالۍ د ماماخیلو سیمې د قیمتي ډبرو اخیستونکي بهرنیان چې زیاتره یې چینایان دي د قیمتي ډبرو نفریت اخیستوونکي دي په دغه تړاو داسې یو نظر شتون لري.

ځکه د نورو ډبرو ترڅنګ د کرومیټو غیر قانوني کنیدلو څخه وروسته هر یو ټن یې زرو ډالرو څخه تر پنځه زره ډالرو پورې خرڅېږي . هغه بیه چې د ډبرو کفیت څرګنوالی او غیر مسلکي کیندل کېدو له امله په نړيوالو بازارونو کې بیه کله کمه او کله لوړه شي.

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړی ابراهیم جعفري په دې اړه وايي:«دغه خلک د چین وګړي دي د دغو ډبرو د شین رنګ له امله او د اعتقاداتو په خاطر چې دوی یې لري، چې دغه شین رنګ یا شینه ډبره د جنت ده، له هغې په تزینتي توکو کې استفاده کېږي.»

په داسې حال کې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت ټینکار لري چې کوشتې ولسوالي د قیمتي کاڼو غیرو قانوني کیندلو د مخنوي لپاره یو میاشت وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات کړي دي چې او  پر کانونو دوی کنټرول لري د دوی د وینا له مخې دغه لړي اوس ودرول شوې ده.

د پټرولیم او کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي څرګندوي:«په هغو سیمو کې چې نا قانونه استجراج کېږي چې هلته هم دغه ډول کارونه د خلکو له خوا کېږي چې ددا د دې زمینه برابروي چې هلته قاچاق او یا هم غیر قانون ستجراج دې وشي د دې ټولو مخه نیول شوې ده.»

خو د کوشتې ولسوالي قومي مشران مونږ ته ویل چې یوه میاشتې وړاندې د ترسره شو عملیاتو څخه وروسته یوازې څو ورځې د کانونو غیر قانوني کیندل درول شوي ول خو څو ورځې وروسته د ماماخیلو کانونو څخه غیر قانوني کیندلو پروسه یو ځل بیا له سره په ډیر تیزی سره پیل شوي ده .

د افغانستان د کانونو څخه د قیمتي ډبروغیر قانوني کیندلو په تړاو اندېښنې شته دی خو په دې وروستیو کې د ابتکار روڼتیا او د صنایعو کیندلو سازمان اعلان وکړ چې د څو عواملو له امله څخه د کانونو پر کیندلو د حکومت نه کنټرول او د کانونو په تړاو د مالوماتو نشتوالی ، د کانونو سرچینو څخه ترلاسه شوو عوایدو څخه د حکومت نه خبري ددې لامل شوې چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډوي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه