Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوه ټپي سرتېري پلار روغتون ته د زوی لیږد کې پر ځنډ نیوکه کوي

د پوځ د یوه سرتېري پلار وايي چې زوی یې یوه اوونۍ مخکې د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولایت کې ټپي شوی دی او تر اوسه د چولکې نشتوالی له کبله مرکز ته نه ده رالېږدول شوی.

اصغر وايي چې زوی یې د څلورو نورو سرتېرو سره بد روغتیايي حالت کې دي او که روغتون ته ونه لیږدول شي، نو ژوند به له لاسه ورکړي.

اصفر د ننګرهار ولایت دی او زوی ارزګان ولایت ته د دندې لپاره تللی وو:«زوی مې خاص ارزګان کې دی او سخت ټپي دی. یوه سترګه یې له لاسه ورکړې ده. موږ غواړو چې ژر کابل ته راولېږدول شي.»

د ملي اردو د ټپي شوي سرتېري، خالد یوه نیم کلنه لور عالیه تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی، او پلار یې هم له کوره د لیري والي له کبله خپله لور په غېږ کې نه ده نیولې.

ټپي شوي ملي اردو سرتیري ورور، سجاد وايي:«زمونږ ورور دوه کاله کیږي کور ته نه دی راغلی اوس جنګ کې زخمي شوی دی سترګه له لاسه ورکړې ده مونږ غواړو دا راوړي او علاج وشي.

ټپي شوي ملي اردو سرتیری ورور شاهد زیاتوي:«زما ورو خاص ارزګان کې دی په سترګه لکیدلی دی مونږ اشرف غني نه غواړي زمونږ ورور رورسوي مونږ درملنه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې یوه پوځي چورلکه د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د مشرانو جرګې رییس، فضل هادي مسلمیار کور مخکې ولاړ ده، څو د مشرانو جرګې رییس او د هغه کورنۍ پلازمینې کابل ته انتقال کړي.

ننګرهار ولایتي شورا مرستیال، عبیدالله شینواری څرګندوي:«‎څو موده مخکې یو وزیر راغلی وه سهار نه تر مازیګر پورې ورته هلیکوپټرې ورته ناستې وې که دغه هلکپټرې سنګرونو ته ولیږي زخمیان او شهیدان پر وخت انتقال کړي هم به زمونږ عسکرو مورال جیک وي او هم نظامي لیکو ته خلک زړه ښه کوي نو که مونږ جګړه بیلوو یو علت به دا وي.»

د هېواد اوسیدوونکي نیوکه کوي چې د جګړې په میدانونو کې د ټپي شوو سرتېرو پر وخت نه د انتقال د سرتېري پر مورال بده اغیزه کوي چې د جګړې په میدانونو کې د ماتې لامل کیږي.

شریک یي کړئ