د امنیتي ادارو د شمېرو پر بنسټ د یوې اوونۍ په لړ کې د امنیت ضد پېښو کې ۸۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال دبشري حقونو خپلواک کمسیون هیواد کې دملکي کسانو دمرګ ژوبلې زیاتیدل د اندیښنې وړ بولي او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کوي.
ولي محمد په هېواد کې د ترهګریزو پېښو یو له لسګونو زیانمنو کسانو دی چې، دمګړۍ د نورو ټپيانو تر څنګ د کندهار په میروس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
هغه کله چې خپل کور ته په لار و د کابل - کندهار پر لویه لار د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې ټپي شوی دی.
د کندهار اوسېدونکی ولي محمد وویل:«ډېر خلک مې ولیدل او یو له هغوی زه په خپله یم چې دلته ناست یم ما موټر چلوه چې ټپي شوم.»
له دې سره سم، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو ماین چاودنو په پایله کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال بارکزی څرګندوي:«په تېرې یوې میاشت کې په دې ولسوالۍ کې له اوو تر اتو پېښې شوي چې شخصي موټر پر ماینونو وربرابر او ۲۱ کسان وژل شوي دي.»
د امنیتي بنسټونو ارقام د دې ښودنه کوي چې، د لوی اختر له درې ورځني اوربند وروسته په تېرو ۷ ورځو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۸۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۵ نور یې ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه وویل:«په یوې وروستۍ اوونۍ کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له لوري د یرغلیزو بریدونو او د سړک غاړې ماین چاودنو له امله به خواشینۍ سره ۱۷۵ ولسي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»
خو طالبانو لا تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه څه له امله چې، په هېواد کې د ولسي وګړو تلفاتو ډېرېښت بولي؛ اندېښمن دی.
په سوېل ختیځه حوزه کې د بشري حقونو کمېسیون یو له مسوولانو شمس الدین تنویر په دې اړه وویل:«زموږ دفتر ډېر جدي دی او موږ دا محکموم وو. هغه کسان چې د دې عاملین دي باید په کوته او سزا ورکړل شي.»
له دې سره سره چې، د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند وو؛ خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د عرفې او د اختر په درېیو ورځو کې په بېلابېلو پېښو کې ۳۲ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۵۰ نور ټپيان شوي دي.