Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۰۰ روځو په پای ته رسېدو سره د ولسمشر له کړنو څخه د خلکو د رضایت کموالی

د ملي یووالي حکومت د ۱۰۰ لومړنیو ورځو په پای ته رسېدو سره د ولسمشر له کړنو څخه د خلکو د غوڅ رضایت کچه د لومړنیو اوونیو په پرتله له نیم څخه زیات کموالی موندی دی.

د طلوع نیوز او "ای تی آر" د نظرپوښتنې له مخې ۲۷.۵ سلنه خلک د نوموړي له کړنو ډېر خوښ دي.

۳۰.۴سلنه په منځنۍ توګه خوښ دی.

په دې نظرپوښتنه کې ۳۲ سلنه خلک د ولسمشر له کار څخه خوښ نه دي، په داسې حال کې دا کچه د ولسمشر د کار په لومړۍ مياشت کې ۶ سلنه وه.

ايا تاسو د اشرف غني او عبدالهپ عبداله ترمنځ همکارۍ ته هيله من ياست؟

د اې ټي ار بنسټ او طلوع نيوز په يوه نظر پوښتنه کې چې په ټول هېواد کې له دوه زره و۲۴۸ تنو څخه د ټليفون له لارې ترسره کړې ده. ليدل کېږي چې د ولسمشر غني د سلو کاري ورځو په پاي ته رسېدو سره د خلکو هيله مندي د هغه د کار د لومړۍ مياشتې په پرتله کمه شوې ده.

د دغو ادارو په تېره نظرپوښتنه کې ۵۹ سلنه ځواب ورکوونکي د ولسمشر له کړنو خوښ و خو په دغه نظر پوښتنه کې دا کچه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.

په دغه نظرپوښتنه کې ۱۰ سلنه خلکو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

هغه کسان چې د ولسمشر له کارونو څخه خوښ دي، د هېواد د ختيځو او شمالي سيمو اوسېدونکي دي خو هغه کسان چې خوښ نه دي په پلازمېنې او مرکزي سيمو کې اوسېږي.

په دغې نظر پوښتنه کې ۳۲.۵ سلنه خلک د ولسمشر او د عبدالله عبدالله تر منځ د همکارۍ دوام ته هیله مندي ښودلې ده.

بله پوښته چې مخاطبانو هغوي ته ځواب ویلی دی:

چې آيا تاسو د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمنځ همکارۍ ته هیله من یاست؟

۳۲،۵سلنه پوښتل شوي خلک ډېر هيله من دي.

۲۴،۲ سلنه پوښتل شوي په منځنۍ توګه هيله من دي.

۱۱،۳ سلنه پوښتل شوي لږ هيله من دي.

۲۰،۳سلنه پوښتل شوي هېڅ هيله من نه دي.

او ۱۱،۶ سلنه پوښتل شویو خلکو په دې اړه هېڅ نظر نه دی ورکړی.

په دغه نظر پوښتنه کې ۶،۲۸ سلنه نارينه او ۴،۳۶ سلنه ښځې د ولسمشر او اجرايي ريیس ترمنځ همکارۍ په اړه ډېر هيله من دي.

۲۴،۹ سلنه نارينه او ۲۳،۶سلنه ښځې د اشرف غني او عبدالهښ عبداله ترمنځ همکارۍ ته نسبي هيله مندي لري.

خو ۱۱ سلنه نارينه او ۱۱،۷ سلنه ښځې د ملي يووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ همکارۍ ته لږ هيله مندي لري.

خو ۲۴،۳ سلنه نارينه او ۱۶،۴سلنه ښځې د ولسمشر او اجرايي ريیس ترمنځ همکارۍ ته هېڅ هيله مندي نه لري.

۱۱،۳سلنه نارينه وو او ۱۱،۹ سلنه ښځو په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

په ښارونو او کليو کې د ملي يووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ د همکارۍ په اړه هيله مندي:

دغه نظرپوښتنه د دې ښودنه کوي چې په کليوالو سيمو کې ۳۷ سلنه خلک د ښار اوسېدونکو په پرتله د دواړو مشرانو ترمنځ همکارۍ ته هيله من دي.

خو په ښارونو کې ۱۸،۱ سلنه خلک ډېر هيله من دي.

۲۴،۳سلنه د کليوالو سيمو اوسېدونکي او ۲۴،۱ سلنه د ښارونو اوسېدونکي په منځنۍ توګه هيله من دي.

۹،۷سلنه په کليو کې او ۱۶،۶په ښارونو کې لږ هيله من دي.

۱۸،۷په کليو کې او ۲۵،۷سلنه په ښارونو کې خلک د ولسمشر او اجرايي ريیس ترمنځ همکارۍ ته هيله من نه دي.

او همداراز ۱۰،۴ سلنه په کليو او ۱۵،۶ سلنه په ښارونو کې خلکو په دې اړه هېڅ نظر نه دی ورکړی.

ډېری کسان چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ همکارۍ ته هيله من دي دافغانستان په شمالي او ختيځو سيمو کې اوسيږي او دا باور په کابل ښاريانو کې ډير کم دی.

دغه نظرپوښتنه د دې ښودنه کوي چې ډېری افغانان طالبان او يا ترهګر د افغانستان دښمنان بولي.

د دې نظرپوښتنې له مخې ۱۵،۳سلنه خلک طالبان ناراضي وروڼه ګني.

۱۲،۹سلنه بيا دوي سياسي مخالفين بللي دي.

په داسې حال کې چې ۱۹ سلنه ځواب ورکوونکي طالبان د افغانستان دښمنان بولي او ۱۶ سلنه خلکو طالبان ترهګر بللي دي.

خو ۳۶،۶ سلنه ځواب ورکوونکو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

ډېری کسان چې طالبان يې ناراضي وروڼه بللي د هېواد په ختيځو او سويلي سيمو کې اوسېږي، ډېری کسان چې طالبان ترهګر او د افغانستان دښمنان ګڼي په پلازمېنې او د هېواد په مرکزي سيمو کې ژوند کوي.

په دغه نظرپوښتنه کې له یو زرو ۷۲۰ نارينه او ۷۲۸ ښځو سره خبرې شوې دي، چې له دې جملې یو زرو ۳۵ تنه د کليوالو سيمو او یو زرو ۴۱۳ تنه هم د ښارونو اوسېدونکي دي.

د ملي یووالي حکومت د ۱۰۰ لومړنیو ورځو په پای ته رسېدو سره د ولسمشر له کړنو څخه د خلکو د غوڅ رضایت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه