د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې مرستیال وايي چې د نشهيي توکو ۳۰ خونې او د دغو توکو ۱۲ زېرمې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لهمنځه وړل شوي دي.
نوموړی د پنځو پاکستانیانو او ۷ ایرانیانو په ګډون د کابو ۲ زره قاچاق وړونکو له نیولو هم خبر ورکوي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار وايي:«د ټولو هغو توکو کچه چې د روان کال په لړ کې نیول شوي دي ۲۳۱ ټنو ته رسېږي چې بېلابېل نشهیي توکي دي چې تریاک او مورفین هم په کې شامل دي.»
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي د نشهيي توکو پلور د طالبانو د عوایدو اصلي سرچینه ده او د ناامنیو پراختیا د کوکنارو د کښت او د نشهیي توکو د تولید لپاره لاره هواره کړې ده.
ښاغلي بختیار زیاته کړه:«طالبان له همدغې لارې چې تورې پیسې ترلاسه کوي او تغدیه کېږي د افغانستان پر نرخ ۲۷۲ مېلیونه ډالره یې مافیا او قاچاق وړوکوونکو ته زیان رسولی دی.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم په دې اړه وايي:«له بده مرغه سږکال ښه کال نه وه، د افغانستان په ډېریو برخو کې جګړه وه، طبعاً چې کرل شوي دي.»
خو د ملي شورا یو شمېر غړي د نشهيي توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په کار کې د حکومتي چارواکو پر ارادې نیوکه کوي.
د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي په دې اړه وویل:«نن د افغانستان په ډېریو بندخونو کې نشهيي توکې پلورل کېږي حتا دننه په کابل ښار کې په پول سوخته کې حتا کورنیو چارو وزارت تهڅېرمه پلورل کېږي.»
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو د پنځو قاچاق کوونکو او همداراز د نشهيي توکو په سلګونه کوچنیو پلورونکو د نیولو خبر ورکوي.
د افغان حکومت د هڅو ترڅنګ بهرنیو پوځیان هم له کابو څلورو میاشتو راهیسې په هېواد کې د طالبانو د نشهيي توکو د تولید پر کارخونو د بریدونو لړۍ پيل کړې ده.