Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۳۹۸ کال پای؛ افغانستان کې د خبرو او د سولې نامالوم برخلیک کال

تر څو راتلونکو ساعتونو ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پایته رسیږي او ۱۳۹۹ کال به پیل شي. افغانستان په داسې حال کې د نوي کال هرکلي ته ورځي چې لا هم د سولې لرلید ناڅرګند دی.

په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر ۱۸ میاشتو بحث او خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

امریکا او طالبانو د سولې تړون له لاسلیک وروسته هیله مندي وښوده چې په افغانستان کې د واشتګټن اوږده جګړه پایته ورسېږي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت اووه ورځنۍ اوونۍ هم عملي شوه.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مزاکرات هم ۹ ورځې وړاندې پیل شي چې ورسره افغانستان تل پاتې سولې او اوربند ته ورسېږي، خو د کابل لخوا بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول شرط وړاندې شو چې طالبان هم لا نه دي حاضر شوي چې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو لومړی پړاو د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې پر شلمه په قطر کې پیل شو او دا په افغانستان کې د امریکا د تر ټولې اوږدې جګړې د پای لپاره یو زیری وو.

د دغو خبرو دویم پړاو له لومړي پړاوه چې هغه ډېر تشریفاتي اړخ درلود یوه میاشت وروسته پیل شو او په دې پړاو کې دواړه لوري د سولې د خبرو اترو د راتلونکې لپاره د نقشې جوړول وو.

خو درېیم پړاو خبرې اترې له قطره بهر د اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوې او دا لومړۍ او وروستۍ خبرې وې چې له دوحې بهر ترسره شوې.

دغې ناستې په اماراتو کې ۳ ورځې دوام وکړ او طالبانو د افغان حکومت پلاوي ته په یاده ناسته کې د ګډون اجازه ورنکړه او بیا تر هغې وروسته یې هم ورسره ونه لیدل.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي وو:«ډېر پرمختګ شوی دی، خو تر اوسه کار نه دی خلاص.»

د دغو خبرو په څلورم پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دواړو لورو تر منځ یو له مهمو بحثونو و.

خو په پنځم پړاو خبرو کې د ملا عبدالغني برادر په خوشې کېدو او د خبرو په میز کې د هغه شتون د امریکا او طالبانو تر منځ روانو خبرو ته بل رنګ ورکړ او پنځم پړاو خبرو ۱۶ ورځې دوام وکړ.

د تحول موج مشره، فوزیه کوفي په دې تړاو څرګندوي:«یوه ستونزه دا وه چې په دې بهیر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلک ښکېل نه وو.»

‎د دغه بهیر په شپږم پړاو خبرو کې دواړو لورو اعلان وکړ چې یوې پایلې ته نږدې شوي دي.

له همدې پړاو وروسته و چې د هر پړاو خبرو په پای کې دواړو لورو په خبرو کې له پرمختګه خبر ورکاوه او همداراز د اووم پړاو د خبرو په پای کې دواړو لورو اعلان وکړ چې، په ځینو مسایلو کې هوکړې ته رسیدلي دي.

خو لا هم دغه د کار پای نه دی او د دغه بهیر په اتم پړاو خبرو کې باید پر مهمو مسایلو هوکړه شوې وای؛ خو په دغه پړاو خبرو کې چې ۹ ورځې یې دوام وکړ، له تمې سره سم، پایله نه درلوده.
په دې بهیر کې یو له مهمو ناستو ۹ مه ناسته وه چې دواړو لورو اعلان وکړ چې، د یوې هوکړې د لاسلیک په درشل کې دي.

خو همدا خبرې وې چې، په کابل کې د طالبانو له لوري یو ځانمرګی برید ترسره شو چې په پایله کې یې یو امریکایی سرتیری او ۱۱ نور کسان ووژل شول او د امریکا ولسمشر بیا دغه خبرې مړې اعلانې کړې او ورسره جوخت دغه بهیر له بندښت سره مخ شو.

په داسې حال کې چې د انس حقاني خوشې کېدل د کابل لپاره سره کرښه وه؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ بلاخره، انس حقاني، عبدالرشید او مالي خان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشې کړل.

انس حقاني له بنده له خوشې کېدو سره جوخت په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.
د امریکا ولسمشر هم افغانستان ته په خپل سفر کې یو ځل بیا له طالبانو سره د خبرو بهیر له پیلیدو خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وویل:«‎طالبان غواړي چې معامله وکړي، وبه ګورو چې، آیا هغوی به دغه کار وکړي؟ دغه باید یوه واقعي هوکړه وي.»

له درې میاشتو ځنډ وروسته بلاخره د امریکا او طالبانو تر منځ لسم او وروستی پړاو خبرې ترسره شوې چې، د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند راټولې وې.

د امریکا او طالبانو تر منځ له لسم پړاو خبرو وروسته بلاخره طالبانو په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت ۷ ورځنۍ دوره ومنله او په دې موده کې د هېواد ځینې برخې او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې آرامتیا وه.

قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړی، شهاب الدین دلاور وویل:«نن ورځ د کامیابۍ او خوشالۍ ورځ ده چې هوکړه لاسلیک کیږي او له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.»

د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ عملي کېدل د دې لامل شو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د کب پر لسمه لاسلیک شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې بهیر هم پیل شو.

په دې هوکړه کې راغلي چې، د افغانانو تر منځ له خبرو مخکې باید ۵ زره طالب بندیان خوشې شي؛ خو دا هغه څه دي چې تر اوسه د کابل له لوري نه دي منل شوي.

ولسمشر غني وویل:«د پنځو زرو بندیانو خوشې کولو په تړاو هېڅ ډول ژمنتیا نشته.»

د سولې هوکړې لمخې ټاکل شوې وه د افغانانو تر منځ خبرې ۹ ورځې مخکې پیل شوې وای؛ خو په یوه وخت د ۵ زره طالب بندیانو نه خوشې کېدل د دې لامل شو چې دغه خبرې پیل نشي؛ خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تیره ورځ ویلي، واشنګټن لېواله دی چې له ځنډ پرته طالب بندیان خوشې شي.

که څه هم چې ولسمشر غني د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړی دی، خو شرطونه یې هم ایښې دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه