Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې ۱۷ سلنه د پوځي عملیاتو کموالی

په ډسمبر میاشت کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د تېرې میاشت په پرتله ۱۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د طلوع نیوز د رپوت له مخې،په داسې حال کې چې د «شفق دوه عملیات»هم په ډسمبر میاشت کې دوام درلود،خو د دولتي او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه ۹۶ سلنه کموالی موندلی دی.

په دغې میاشت کې افغانستان د ۷۵۰ امنیت ضد پېښو شاهد وه.دولتي ځواکونو په دغې میاشت کې ۴۸۸ عملیات په لاره واچول او له بهرنیو ځواکونو سره یې په ګډه ۲۵ هوايي بریدونه ترسره کړي.

افغانستان په ډسمبر میاشت کې د درې ځانمرګو بریدونو شاهد وه

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په دې اړه وویل:«موږ سږ کال څلور لومړیتوبونه لرل.اکمالات، تجهیزات،وسلې،جامې او د قطعاتو د اړیتا وړ توکي وو.»

په دې میاشت کې ننګرهار د افغانستان تر ټولو ډېر پیښو لرونکی ولایت وو، له هغه وروروسته کندز، کندهار، هلمند، فاریاب او ارزګان ولایتونه دي چې د امنیت ضد ډېر بریدونه په کې شوي دي. خو د بامیانو، پنجشیر  ولایتونه د افغانستان آرام ولایتونه وو.

د پوځي چارو شنوونکی عتیق الله امرخېل:«حکومت د تېښتې جګړې ته ترجیح ورکوي.یعنې برید کوي او تښتي؛برید کوي او تښتي.نو لازمه ده چې د جګړې جبهه له شا څخه د هوايي ځواکونو له خوا تر څار او اور لاندې ونیول شي،ځکه چې له هوا څخه ښه لیدل کېږي.»

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کموالی

 خو د دسمبر په میاشت کې د ملکیانو مرګ ژوبله هم راکم شوي، په دغې میاشت کې ۸۷ ملکیان وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د ډسمبر په میاشت کې د ملګیانو په مرګ ژوبله کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی، خو د لاسه وتو سیمو بېر ته نیول او د ترهګرو د پټن‎ځایونو له‎منځه  وړل د امنیتي ځواکونو لومړيتوب بلل کېږي.

شریک یي کړئ