Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید په تړاو ۲۴ تنه له دندو ګوښه کړل شوي

ملي دفاع وزارت، نن دوشنبې (د غبرګولي په ۸ مه) په یوې خبري ناسته کې،په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید څخه ۴۰ ورځې وروسته، په دې اړه یې د لومړنیو څېړنو پایله رسنیو سره شریکه کړه.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي  چې د دغو څېړنو په پایله کې، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ۲۴ تنه منسوبان له دندو څخه یې ګوښه کړل شوي دي او ټاکل شوې ډېر ژر محکمې ته وکاږل شي.

د هغه په وینا،تراوسه د دغې پېښې په اړه پلټنې پای ته نه دي رسېدلي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«ټول هغه کسان چې په قرارګاه کې وو تر پلټنو لاندې دي او که‎چېرې مجرم وپېژندل شي سزا به ور کړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت، په دغه برید کې د ټولو تورنو په اړه مالومات نه ورکوي. هغه کړنه چې د پخوانیو پوځیانو له کلکې نیوکې سره مخامخ شوی او هغوی دغه بهیر زیان رامنځته کوونکی بولي.

پخواني پوځي جاوېد کوهستاني په دې اړه وویل:«امنیتي بنسټونه دننه په خپلو لیکو کې د دښمن نفوذ جدي نه نیسي او حتا نه غواړي په دې ډېر رپوټ ورکړي، او دا د امنیتي ځواکونو او کورنیو په حق یې جفا ده.»

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په برید کې ۲۵۰ تنه مړه او څه باندې ۶۵ نور ټپيان شول چې د بلخ د ولایتي شورا په اند د دې پېښې په هکله شکونه پر خپل ځای دي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتونکي یوو ترڅو د دغې پېښې څرګند او پټ لاسونه او اصلي عاملان مجازات شي.»

له دې مخکې هم حکومت د بحث وړ او لویو پېښو په اړه حقیقت موندونکي کمېسیونونه ګمارلي، خو د دغو کمېسیونو څېړنې یا له خلکو سره نه دي شریکې شوې او یا هم نیمګړې وې.

 د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې حکومت د پېښو په هکله د کمېسیون په ګمارلو سره غواړي خلک دوکه کړي.

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید څخه وروسته د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، ملي دفاع وزارت د دغې قول اردو ۲۴ تنه منسوبین یې له دندو لیرې کړي دي.

شریک یي کړئ