Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د ځينو برخو په برخلیک کې ابهام

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د پرېکړو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د ځینو برخو په هکله د ځانګړې څېړنې برخلیک لاهم روښانه نه دی.

ځینې سرچینې وايي چې په ۱۰۲ زره رایو کې چې د رایو ورکولو له وخته بهیر ثبت شوې څوارلس زره یې په وقفه يي او شکمنه توګه په بایومېټریک دستګاوو کې ثبت شوي او ښايي دغه رایې باطلې شي.

په داسې حال کې چې د ۲۹۸ محلونو د رایو د برخلیک په هکله چې کابو ۱۱زره رایې کېږي او بایومېټریک معلومات یې نشته چې باید د معلوماتي بانک د اطلاعاتو له مخې یې په اړه پرېکړه وشي، خو سرچینې وايي د رایو د پاڼو د سټیکرونو یا کیو آر کوډونو له مخې به دغه رایې با اعتباره وي.

خو په ځینو دغو پرېکړو کې یو لړ پوښتنې شته چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون یې په اړه توضیحات نه ورکوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي په دې اړه وايي:«په پرېکړه کې حتماً راغلي دي چې د دغو رایو برخلیک به څه کېږي.»

له بلخوا د رایو هغه محلونه چي د نوم لیکني له شمېر سره د رایو توپير له شپږو زیات وي باید د ټاکنیزو تګلارو له مخي باطلي شي خو د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون په دې هکله هم څه نه وايي.

د فیفا بنسټ ویانده سمیرا رسا په دې اړه وویل:«د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د پرېکړو په ځينو برخو کې ابهامات شته او د ټاکیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون باید د دې ترڅنګ چې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او په دې اړه خپلې پرېکړې اعلان کړې تخینکي توضیحات یې هم باید واضح کړي وای چې د بیا شمېرن او ارزونې وروسته د پرېکړو برخلیک څه کېږي.»

ټاکنیزې ډلې هم د هغه څه په اړه اندېښنه څرګندوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمیسیون ناڅرګندې پرېکړې یې بولي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول نور رحمان اخلاقي څرګندوي:«له وخته بهر او د ۱۳۷ زره بېلګه اخیستل په خپل ذات کې قانوني ستونزه لري او هغه معیارونه چې د ځانګړې څېړنې لپاره اېښودل شوي کمزوري معیارونه دي.»

له بلخوا د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار وايي باید د رایو په هغو محلونو کې چې په اړه یې شکایتونه شته بیا ځلې انتخابات وشي.

ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار په ډاګه کړه:«که چېرې زموږ دغو دوه غوښتنو ته غور وکړي او وې مني موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه منوو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ۲۳۹ زره شکمنو او د ځانګړې ارزونې له وخته بهر رایو په اړه پرېکړه کړې ده، خو تراوسه د ځانګړې ارزونې لپاره د دغو رایو د بېلګې اخیستو څرنګوالي نه دی روښانه شوی او دا نه ده جوته شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به څه وخت د دغو رایو ارزونه پیلوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه