Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په اړه لویه جرګه جوړېږي'

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو په اړه به د حکومت لویه جرګه تر راتلوونکو څلورو ورځو جوړه شي.

د ولسمشر ویاند وايي چې په دې جرګه کې به د مخکنۍ مشورتي لویې جرګې غړي چې درې زره او ۲۰۰ تنه غړي یې لرل؛ ګډون وکړي او د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو به چې د افغان حکومت په باور په درنو جرمونو لکه قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تور بندي دي او د افغان حکومت په تور نوملړ کې دي؛ پرېکړه وکړي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه زیاته کړه:«دا جرګه د زمري په ۱۷مه جوړېږي او دا د وخت ضایع کول نه دي، که چېرې د وخت ضایع کول و، دوه یا شپږ میاشتې وروسته به جوړه شوې وه.»

تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي دي چې د دې ډلې د څلور سوه بندیانو په تړاو د لویې جرګې رابلل به د جګړې د دوام په معنی وي.
          
سیاسي فعال حسن حقیار په دې اړه وویل:«د دغې جرګې جوړېدل یوه پلمه ده او له دې کار سره د سولې بهیر له ځنډ سره مخامخ کېږي.»

د حزب اسلامي غړی قریب الرحمان سعید وايي:«دا د افغانستان له خلکو او د هغوی له پیسو سره جفا ده چې د خلکو پیسې په غیرعادلانه او ظالمانه توګه مصرفېږي.»

بل خوا د ولسمشر صدیق صدیقي ویاند وایي چې امریکا افغان حکومت ته ویلي وو چې که څلور زرو شپږ سوه طالب بندیان خوشي شي له طالبانو سره به مستقېمې خبرې پیل شي.

ښاغلي صدیقي په دې اړه زیاته کړه:«ژمنه شوې وه چې تاسې څلور زره او ۶۰۰ بندیان ازاد کړئ، له هغې وروسته به مخامخ مذاکرات پیل شي او اوربند به تامین شي.»

له دې ټولو سره سره د سولې د بهیر د مشرۍ او د لویې جرګېړد جوړېدو په چاره کې د ملي مصالحې د عالي شور څنډې ته پاتې کېدو او دغه راز د سولې په چارو کې د دولت د وزارت په تړاو د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ اختلافونو نیوکې راپارولې دي.
 
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«د یوې اوونۍ په لړ کې باید ډاکټر عبدالله خپله کابیه او د ملي مصالحې عالي شورا غړي خلکو ته معرفي کړي.»

خو د ملي مصالحې عالي شورا د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې شورا د رول په تړاو ډاډ ورکوي.
 
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«د مصالحې عالي شورا ونډه تته نه ده، بلکې د سولې بهیر ټول مسوولیتونه د دغې شورا په غاړه دي او موږ د دغې شورا د غړو د اعلان په درشل کې یوو او نوملړ چمتو شوی دی.»

تر اوسه حکومت د لویې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي دا جزیات نه دي خپاره کړي چې دا جرګه به څو کمېټې ولري او څو ورځې به دوام کوي؛ لا څرګنده نه ده چې د دې جرګې مشري به د چا پرغاړه وي.

د ولسمشر ویاند وايي چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان د وژنې، نشه يي توکو قاچاق او نورو درنو جرمونو باندې بندیان دي.

شریک یي کړئ