Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په هکله د ولسمشرغني بېلابېل دریځونه

په تېرو پنځو میاشتو کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په هکله دریځ په ځلون بدلون موندلی دی. د ولسمشر دغه دریځونه څه ډول وو او په هغو کې کوم علتونه نغښتي وو؟

د طلوع نیوز خبریالې انیسې شهید په دغه رپوټ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د طالب بندیانو د خلاصون په اړه پر دریځونو یو ځغلنده نظر کړی دی.
 
وروسته له هغې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د تېر کال د کب پر لسمه په دوحې کې لاسلیک شوه او داسې پرېکړه وشوه چې، د لسو ورځو په اوږدو کې به ۵ زره طالب بندیان د هېواد له بندخونو ازاد شي، ولسمشر په هغه وخت کې د یادې پرېکړې پر وړاندې دا ډول غبرګون وښود:«د بندیانو د خلاصون په برخه کې هېڅ ژمنه نه لرو.»

خو له دغه مخالفته ۹ ورځې وروسته، د سیاسي لانجو په لړ کې په هېواد کې د ولسمشرۍ د لوړې دوه مراسم ترسره شول. ډېریو بهرنیو مېلمنو او په ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ؛ نو له همدې ځایه و چې، د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې د ولسمشر مخالفت پر موافقت واوښت.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه ویلي:«په دې اړه به سبا ته یو فرمان صادر کړم چې د دغه بهیر جزیات په هغه کې شامل وي، له نېکه مرغه پر یوه چوکاټ سره سلا شوي یوو چې د بندیانو د خلاصون په بدل کې به تاوتریخوالی به د پام وړ کم شي.»

تر دې مخکې، ولسمشرۍ ماڼۍ د انس حقاني خوشې کول په وار وار د حکومت سره کرښه یاده کړې وه؛ خو لږ وروسته بیا دغه کرښه هم له منځه ولاړه او حکومت د طالبانو درې لوړپوړي بندیان، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید له بنده خوشې کړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«انس حقاني د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو سره کرښه ده.»

له دې سره سم، د طالب بندیانو د ۵ زره کسانو د خوشې کولو بهیر لږ تر لږه څلورو پړاونو ته وغځول شو؛ او بالاخره حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په برخه کې مخالفت وکړ؛ خو ولسمشر غني د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې، د دغو بندیانو د ازادولو پرېکړه لویې جرګې ته وسپارله.

ولسمشر غني وویل:«زه د هغوی د خلاصون واک نه لرم، زه باید له ملت سره مشوره وکړم او د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د سولې مشورتي جرګه رابولم»

لویې جرګې هم په ډېرې اسانۍ سره د دغو ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنې ته لبیک ووایه. او ولسمشر غني هم په دې هکله وویل:«د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان به لاسلیک کړم.»

د سیاسي چارو  ځينې شنوونکي د طالب بندیانو د ازادوالو په برخه کې د ولسمشر په دریځ نیونه کې ادلون او بدلون د پوښتنې وړ بولي.

خو له بل لوري لیدل کېږي چې، طالبان بیا د خپل دریځ پر وړاندې تر اوسه هېڅ نرمښت نه دی ښودلی او د هماغه ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي چې نومونه یې حکومت ته سپارلي دي.

شریک یي کړئ