د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانکړي استازي مارکس پوټزل، نن (سېشنبې د چنګاښ په ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې قطر او المان د چنګاښ په ۱۶ او ۱۷مه د افغانانو ترمنځ د هغې غونډې کوربه وي چې د قطر پلازمېنې دوحه کې جوړېږي.
ښاغلي پوټزل وویل چې افغانستان په یوه داسې مهم وضعیت کې دی چې په هغه کې د سولې بهیر د پرمختګ لپاره موکه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه:«یوازې افغانان په خپله کولای شي چې د خپل هېواد د راتلوونکو په اړه پرېکړه وکړي. د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې کولای شي دغه فرصتونه او غوراوي رامنځته کړي.»
ښاغلي پوټزل وویل المان او قطر هیله لري څو په دغې لیدنه کې وکړای شي د لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اعتماد فضا رامنځته کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه ټوېټري پیغام کې له المان او قطر د دغې غونډې د کوربټوب له امله هرکلی کړی او وايي چې دا خبرې د سولې چارچوکاټ د څلورو عناصرو یوه مهمه برخه ده او د افغان سولې بهیر د پرمختګ په لور یو مهم ګام دی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي د ځواک په نشتون کې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره هوکړه هغه څه دي چې باید په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو ناورین څخه زدهکړل شي.
هغه زیاتوي:«د ګډون کوونکو لپاره د بریا هیله کوم.»