لوړپوړي امریکايي ډپلوماټ، راس ویلسن کابل کې د دغه هېواد د پخواني سفر پر ځای خپل کار پیل کړ.
ویلسن په خپله ټویټر پاڼه د خپل ماموریت پیل په یوه "تاریخ مهم" وخت کې بللی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د سولې او ټاکنو بهیر دوام لري، دغه امریکايي ډپلوماټ د افغانانو لخوا د برخلیک ټاکلو کې د ملاتړ ډاډ ورکوي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې امریکا به کله خپل نوی سفیر د افغانستان لپاره معرفي کوي.
په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو افغانستان کې د خپل پخواني سفیر، جان بس کارکړنې ستایلې وې او ویلي یې وو چې افغانستان کې د سیاسي حل لار لپاره د نوموړي هڅې ګټورې وي.