Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد او نبي نړۍ کې د کریکټ غوره لوبغاړي

د هېواد د کریکټ لوبغاړي راشد خان او نبي عیسي خېل د کریکټ نړیوالې شورا نوملړ په سر کې راغلي دي.

په دې نوملړ کې راشد خان د نړۍ لومړی الرونډر او نبي عیسي خېل د دوهم الرونډر ځای خپل کړی دی.

د کریکټ نړیوالې شورا د غوره لوبغاړو د نوي خپور شوي نوملړ له مخې د هېواد یاد لوبغاړي د نړۍ په پنځوس اوریزو لوبو کې لومړی او دوهم ځای خپل کړی دی.

په تازه خپور شوي نوملړ کې بنګله دیشي لوبغاړی، شکیب الحسن درېیم ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې راشد خان او نبي عیسي خېل د کریکټ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې په وار د غوره الرونډرانو نوملړ کې لومړی او درېیم ځای لري.

راشد او نبي نړۍ کې د کریکټ غوره لوبغاړي

د کریکټ نړیوالې شورا د غوره لوبغاړو د نوي خپور شوي نوملړ له مخې د هېواد یاد لوبغاړي د نړۍ په پنځوس اوریزو لوبو کې لومړی او دوهم ځای خپل کړی دی

شریک یي کړئ