د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د موندنو له مخې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکي کسان هېواد کې د نښتو له کبله وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې چې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) خپور شوی د مرګ ژوبلې ۴۸،۵ سلنه کې طابان، ۱۵،۵ سلنه کې افغان ځواکونه، ۶،۳ سلنه کې داعش، ۲و۳ سلنه کې یې بهرني ځواکونه او پاتې نور یې د په کنړ، کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې پاکستاني ځواکونه د راکټي بریدونو له کبله پړه بلل شوي دي.
د راپور له مخې یاده موده کې د هېواد په کچه ۸۸۰ امنیتي پېښې ثبت شوې دي او په منځنۍ کچه هره ورځ ۱۶ تنه د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
راپور ښیې چې شپږو میاشتو کې ۲۹۷ تنه ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲۶ یې مړې شوې او ۱۷۱ یې ټپيانې شوې دي په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱۱۳ وژل شوې او ۱۸۸ یې ټپيانې وې.
همداراز تېرو شپږو میاشتو کې ۲۲۵ ماشومان هم د جګړو له کبله مړه شوي او ۴۰۵ نور ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال په وار سره د وژل شویو او ټپي ماشومانو ۱۵۹ او ۷۹۲ وو.
راپور زیاوي چې ۵۴۲ ملکي کسان د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۸۹۶ نور ټپیان دي. همداراز هوايي بریدودنو کې ۱۸۹ تنه وژل شوي او ۸۱ نور ټپیان دي.