له سویډن څخه، افغانستان ته راستانه کړی شوي افغانان وایي، د دوی د را ستنېدو عامل ولسمشر غني دی.
له دغو کسانو ځینو یې ویل، چې کورنۍ یې په اتریش کې قبولې شوې دي، خو دوی افغانستان ته ستانه کړی شوي.
یو له دغو راستنو شویو څخه وزیر نومېږي او په دې اړه سخت انديښمن دی او وايي، چې له پنځو کلونو وروسته له اتریش څخه افغانستان راستون شوی دی.
هغه داسې سندونه موږ ته راوښودل چې نوموړی دلته خوندي نهدی او له دې مخکې دی یو چا ټپي کړی وو.
وزیر حسین په دې اړه وویل:«ولاړم ښځه مې وکړه، قانوني تللی وم ژوند مې کاوه، هلته یې له ما څخه هر څه واخیستل. هېڅ نه لرم چېرته ولاړ شم تباه شوم.»
یو بل را ایستل شوی اسدالله وایي، چې ۱۴ میاشت د سویډن حکومت له خوا نیول شوی وه او وروسته هېواد ته راستون کړل شو. هغه وايي، چې په افغانستان کې نه پیسې او نه هم کورنۍ لري.
هېواد ته راستون کړل شوی اسد الله یعقوبي وايي:« په بند کې وم. وکیل مې درلود وې ویل چې له دغه پنډغالي بل ځای ته مو بیايي او موږ یې الوتکې ته راوستو او ډیپورټ ی کړو.»
د کډوالو نړیوال سازمان یا ای او ام وايي، چې نن له اتریش څخه افغانستان ته ۱۰ کسان راستنول شوي دي.
د دغو کسانو څخه ځينو يې چې نه غوښتل له طلوع نیو سره خبرې وکړي وايي، سویډن او اترایش د دوی د کورنیو یو شمېر غړو ته يي تابعت ورکړی خو دوی يې په جبر سره رایستلي دي.
هېواد ته یو له راستون کړل شویو څخه محمد څرګنده وي:«دوه کاله مې هلته درس ولوست نه مې غلا کړې و نه هم کومجرم خو ویستلم.»
د دغو راستنېدونکو په خبره، تمه کېده له سویډن څخه کابل ته له دوی سره په دې الوتنه کې ۱۶ کسان راولیږدول شي خو د الوتنې په وروستیو شېبو کې د شپږو کسانو الوتنه لغوه شوه.